کندهار : زيانمنو سوو کورنيو د مرستي اخستو څخه ډډه وکړه

عطاالله محمدي | اپریل 17th, 2012


په کندهار ښار کي د دلوي په مياشت کي د پر له پسې بارانو په پايله کي د زيانمنو سوو کورنيو غړو د مرستي د اخستو څخه انکار وکړ او وې ويل چي دا مرسته د دوى د زيان په مقابل کي د هيڅ سره برابره ده او نه هم د دوى زيان په دې سره جبيره کېداى سي.
زيانمني سوي کورنۍ د نهمي ناحيې اړوندي دي چي په تېرو بارانو کي زيانمني سوي او اوس ورته د طبعي پېښو په وړاندي د مبارزې د چمتوالي د رياست له خوا ورسره مرسته کېده خو نوموړى ترې انکار وکړ او دا ئې د نه څه برابره وبلله.

Copyright Larawbar 2007-2024