تخار: د مسموم سوو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی
د تخار په ولایت کښی ۱۷۰ تنه ښځینه زده کونکې او ښوونکې د زهر لرونکو اوبو له امله مسموم سول. که څه هم د مسموم سوو کسانو روغتیایې حالت اوس د ډاډ وړ ښوول سوی دی خو یو تعداد کسان اوس هم په روغتیایې مرکز کښی تر درملني لاندي دي. د سي اين اين د راپور پر اساس د عامي روغتیا د ریس په حواله دغه کسان پداسی حالت کښي مسموم سول کله چې دوی غوښتل د ښوونځۍ د څښاک د اوبو څخه کار واخلي. د ښوونځۍ مسولین د پیښي په تړاو د چارواکو لخوا تر پوښتنو لاندی راوستل سوي دي او د اوبو نمونه و کابل ته د ازمویني لپاره لیږل سوي ده.