امریکایی پوځیانو د افغانی مړو سره عکسونه واخیستل
د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې نن د مخالفینو د مړو ۱۸ عکسونه خپاره کړل چی امریکایی پوځیانو د استهزأ او ملنډو په توګه د هغوی د بدنونو ځینی برخی په لاسونو کی نیولی دي . په دغو عکسونو کی هغوی د وژل سوو انسانانو سرونه ، لاسونه ، ګوټی ، پښې او نوری برخی د خندا په حال کی نیولی دي او عکسونه یې ورسره اخیستی دي .
د تأسف ځای لا دا دی چی ورځپاڼې یو داسی عکس هم خپور کړی دی چی افغان ځواکونو او امریکایی پوځیانو په ګډه د یو وژل سوي انسان پښې نیولي او د خندا په حال کی یې عکسونه ورسره اخیستی دي .
دغه عمل په نړۍ کی سخت غبرګون او خښم راپورته کړی دی ، آن پخپله د دفاع وزیر لیون پنیتا دا عمل سخت وغندﺉ او ویې ویل چی دا خو جنګ دی او زه پوهیږم چی جنګ ډیر بد دی . اوزه پوهیږم چی ځوانان کله کله ډیر احمقانه تصمیم نیسی . پنیتا د پنتاګون او امریکا د حکومت لخوا د دې ناروا عمل له امله بخښنه وغوښته . بارک اوباما د دې قضیې د پلټنی امر ورکړ .