د کابل ښاري ځوانان د افغاني کلتوراستازيتوب نه کوي

د لراوبر اداره | اپریل 20th, 2012


دکابل ښار مرکزيسيمه که د ودانيو او ښار له امله کابل ته څېرمه پرتو سيمو سره توپير لري ځکه ده چېدلته ښار ده،  وزارتونه، لوي رياستونه او دولتي اداري شتون لري. اوسمهال ددغه ښار بڼه د پخوا په څير يو مخي بدلون کړی دی، دلته دشېرپور په سيمهکې دنګي او ښکلي ماڼۍ دي، -داچې په زور يې ځمکه غصب شوې ده، هغه بېله مسئله ده اوزیات بحث ته اړتيا لري- د وزیر اکبر خان په سيمه کې دسوپر او فاينسټ  مارکيټونه، هلته سفارتونه او ډول ډول هوټلونه،دا ډول د خيرخانې په سيمه کې د تېر په پرتله ډیر زیات توپير راغلی دی، ددغي سيميخلک د نورو سيمو پر پرتله د بهرنيانو له سخاوت څخه زيات مستفيد شوي دي نو ځکههلته  د ډول ډول ښکلو او په زړه پوري دنګوودانيو ترڅنګ لوی او  ښکلي مارکيټون د دوبۍاو  نوري بهرنۍ نړۍ د نقشو په کارولو سرهجوړ شوي دي.


د مکريانو سيمه چېله پخوا څخه هم د وخت حکومتونو ځانګړې پاملرنه ورته درلودله  اوسمهال يې دومره پرمختګ کړی دی چې ډول ډول ښکلياو په زړه پوري مارکيټونه، هوټلونه او پلورنځي پکې جوړ او د ټولي نړۍ موډ او فيشنپه همدغه سيمه کې خپور شوی دی.


د خوشحال خان مېنيسيمه  ورته ښکلي ماڼي لري ولي سوپر اوفاينسټ مارکيټونه پکې نشته، د پښتنو  دزیات اکثريت له امله کوم پارک او د لوبو ميدان پکې نشته، پاخه سړکونه او دچټلواوبو لښتيان نه لري.


د کابل ښار کې پهلسو کلونو کې د شاداب ظفر، سليم کاروان، هيوادوال او اريا په نوم ښارکوټي هم جوړشول. تر ټولو ښايسته او په زړه پوري يې اريا ښارګوټی ښکاري.


زما خبره د کابل دښار د ښکلا او دنګو ماڼيو په اړه نه ده، يواځي ومې غوښتل چې لوستونکي وپوهيږي چېدلته يو ودانيز بدلون  راغلی دي خو دوديزاو کلتوریز بدلون لاهم تت ښکاري.


دکابل ښار ته چېکله له نورو ولايتونو څخه زموږ وروڼه ننوځي، دلته له يو عجيب دوديز اوکلتوریز  بدلون سره مخ کيږي. هغه چې پهخپلو کلتوري جامو کې، په سر پټکی او يا خولۍ، په پښو څپلۍ او يا چمپل او په کالوسربيره يې صدرۍ هم اغوستې وي، بيا يې پر ځان لوی پټو (څادر) اچولی وي، کله چې دغهښار ته ننوځي، دلته چې شرټ او پطلون کارول کيږي، دلته چې د  شرټ سربيره توره کورتۍ، په غاړه کې نيکټايي، اوارزانه  چينايې بوټونه د دغه ښار داوسيدونکو په پښو وي، هر هغه څوک چې د کابل ښار له دباندي څخه راغلی وی له ورایه معلوميږي.


که يو بهرنی لهنوري دنياڅخه کابل ته راشي، هغه د کابل په مرکزي سيمو کې له يو ډول خلکو سره مخوي، او همدغه خلک ويني څوک چې شرټ، پطلون، توره کورتۍ، بوټونه  کاروي او نيکټايې په غاړه کې لري.


دلته ښځينه جامو همد پخوا په پرتله توپېر موندلی دی، پېغلي نجوني چې د بيان د ازادي او ديموکراسي لهبرکته د تلويزونو پر پردو ناسم او زموږ د دود او کلتور سره بشپړ توپير لرونکي هندياو ترکي سريالونه ويني له هغوی څخه يې زده کوي او داډول جامي اچوي چې اصلاً په دغهسيمه کې د اچولو او اغوستلو اړتيا ورته نشته.


پر بدن پسي موښتیکيوبايې پطلون، ښایسته نازک  بوټ، په  ځان پوري مښتي او تنګ کششي نری بنين، په سر کوچنی دستمال خو ويښتان شاته ورڅخهوتلي او ښکاريږي، ځينې نجوني خو د بهرنيانو په ډول يو ډول د لنډو  لمنو واړه قمیصونه  د پطلون پر سر لري.


په کابل کې نجونياو هلکان  فیشن کوي، د ايران څخه راواردشوی د آرایشګاه (ځان ښايسته کول)  کلتوردومره پرمختګ کړی چې د کابل نږدې په هره لويه کوڅه کې ځانګړې آرایشګاه شتون لري.


د نارينه سلماني پهځای کې په غټو ټکو ليکل شوي  وي چې د سر   ټونياو ځان  جوړوني سهولت شته.


که د کابل ښار څخهد شمال پرلور سړی ولاړ شي، کله چې د خيرخاني د کوتل څخه تير شي، هلته سمدستي دافغانانو خپل اصيل او پخواني کلتور او جامي د خلکو پرتن اوځان ليدل کيږي، که د چشمهدوغ په سيمه کې د پیرکيانو او شړومبو څښلو بازار کې ودريږي هلته به سړي، خلک دکلتوري جامو، صدرۍ (واسکټ)، سپين ږيري د پټکو او څادرونو سره او ځوانان يې هم پهملي او کلتوري جامو کې وي.


که د کابل ښارڅخه  ختيځ لورته سړی حرکت وکړي، ډیر ژر ديکه توت، پکتيا کوټ، هودخيلو او پلچرخي په سيمو کې له يو ډول بشپړ کلتوري او دوديزبدلون سره مخ کيږي، دلته به بيا هم نر او ښځي خپل کلتوري او دودیزه جامه، دنجونولوی او ښکلي جامې، پر سر لوی ټیکري، په ځان پټه او د سپين ږيرو پر سر پټکی اوپرځان څادر ووينې.


که د کابل ښار څخهدجنوب لورته حرکت وکړي بيا هم ډیر ژر او د کابل ښار سره نښتي سيمه بني حصار اوچهار آسياب کې يوبشپړ کلتوري او دوديز توپير وي، هلته به بيا هم نجوني خپل ملي اوکلتوري افغاني جامي لري، هلته به هلکان ازاد اوښکلي ملي افغاني کالي (جامي) په تنولري.


که د کابل څخه دلويديځ پر لور ولاړشي ډیر ژر د نيازبيګ، فاضل بيګ او کمپنۍ په سيمه کې به دغهکلتوريز او دوديز بدلون وليدل شي. د کمپنۍ په سيمه کې خلک بيا هم کلتوري او افغانيجامي لري، که لږ ها خوا د کمپنۍ د پله څخه تير شي په ټوله معنی کليواله سيمه اوکليوال ژوند دی.


که د پغمان پر لوروي او که د احمدشاه بابا مېني(ارزان قيمت)، که د هودخيلو پرلور او که د پکتيا کوټسيمه وي، که بني حصار او یا هم چهار آسياب وي، که نيازبيګ او یا هم کمپنۍ وي، پهټولو سيمو کې د کابل د مرکزي سيمي (مکريان، نوی ښار، کلوله پښته، تايمني،وزيراکبرخان، شيرپور او ده افغانان) سره يو بشپړ او لوی کلتوري او دوديز بدلونليدل کيږي.


خپل اصلي هدف تهراځم، يو بهرنی چې له نوري نړۍ څخه راځي هغه يواځي همدغه د مرکزي سيمو له خلکو سرهليدل کتل کوي، هغه يواځي همدغه يو ډول نجوني او هلکان چې د غرب د کلتور په څيرجامي اچوي ويني، هغه پغمان، چهار آسياب، احمدشاه بابا مېنه (ارزان قيمت) او دهودخيلو کليو ته نه ځي چې هلته زموږ خپل کلتوري او دوديزه اصلي څيره وويني.


ورته حالت په ځينولويو او وړو ښارونو کې دي، هرات، مزارشريف،تخار، سمنګان، بغلان، جوزجان، بادغيس،غور او تخار.


دا ډول جلال آباداو کندهار که څه هم نارينه کلتوري او خپلي دوديزي جامي کاروي خو د نجونو او ښځو پهجامو کې له ډيرو نږدي او له دغو ښارونو سره نښتو سيمو سره يې ښاري جامي توپيرموندلي دی، د جلال آباد د نجونوجامي چې قميص يې اوس يونيم متر ته رارسيدلی دی، پههيڅ ډول زموږ د افغاني جامو ښکارندوی نه دي، دا ډول د کندهار په ښار کې د نارينهوو او سړو جامي په ټوله معني دمنلو وړ دي خو د نجونو او ښځو په جامو کې ځکه بدلونراغلی چې ډیر هندي او له هند څخه راوړل شوي جامي کارول کيږي، د جلال آباد څخه پهليږ توپېر (لوي) ښځينه کالي کارول کيږي.


کاشکي له بهرڅخهراتلونکي بهرنيان او په ځانګړي ډول ژونالستان او بهرني ليکوالان  زموږ کليوالو سيمو ته تللای، او يا خو د کابل لهښار څخه د باندي انځور يې په خپلو ليکنو کې انځورولای. کاشکي هغوی، کندهار، هلمند،ارزګان او زابل ته تللای او د افغانانو کلتور او دود يې يواځي د کابل پرمرکزی سيمهاو ښار پوري نه منحصر کولای.


کاشکي بهرنيژونالستان د کندز، سرپل، تخار، بغلان او جوزجان کليوالو سيمو ته سر ورښکاره کړی وای،تر څو يې هلته زموږ دودونه او کلتور ليدلی وای او بيا يې ليکنه کړي وای.


کاشکي دغه بهرنيژونالستان او ليکوالان پکتيا، پکتيکا، خوست او غزني ته تللي وای، او کاشکي يوځلدغو خلکو کونړ او نورستان ته سر ورښکاره کړی وای.


داچې اوسمهال پهکابل کې د هري سيمي څخه راغلي خلک له  خپلوکورنيو سره اوسيږي، اودلته يې ډیری ازاد تجارت کوي او ځينې يې دولتي دندي لري، آياهغوی دغه ټکي ته پام کړي چې بهرنيان د کابل څخه د افغانانو په اړه څه ډول انځوربهرته وړي؟


فکر کوم چې موږ پهدي اړه فکر نه دی کړی، چې بهرنيان ولي د کابل انځور يواځي د کابل د مرکزيسيمي  (مکرريان، نوی ښار، کلوله پښته،تايمني، وزيراکبرخان، شيرپور او ده افغانان) څخه کوي.


موږ څه ډول کولایشو چې د خپل اصلي او افغاني کلتور او دود انځور په کابل کې اوسيدونکو او بهرنيانوته وړاندي کړو؟ ترڅو له ولايتونو او ولسواليو څخه زموږ کليوال وروڼه هم له دغهناسم او بهر څخه تپل شوی کلتور او دود څخه امان پيداکړي.


هر هغه افغان چېاوسمهال په کابل کې اوسيږي که هغه دلته هم هغه خپلي کورنۍ جامي او خپل کورني کلتوراو دود سره واوسيږي، که هغه دفتر او ښار ته په افغاني کاليو کې ولاړشي، په دفتر اوښارکې په خپله ژبه خبري وکړي، په دفتر او ښارکې د خپل مهذب کلتور ساتنه وکړي، پهدفتر او ښارکې د خپل اصيل کلتور او دود د خپريدو هڅه وکړي او دغه کار خپله دندهوبولي او بالاخره په خپلو افغاني او ملي جامو، پټکي او څادر ونه شرميږي.


حتمي ده چې موږ بهپه کابل کې د خپل اصيل او ملي افغاني کلتور او دود انځور د کابل اوسيدونکو او لهبهر څخه راتلونکو بهرنيانو او په ځانګړي ډول ژورنالستانو او ليکوالانو ته وړانديکړی وي.


په کابل کې د مرکزيسيمو (مکرريان، نوی ښار، کلوله پښته، تايمني، وزيراکبرخان، شيرپور او ده افغانان)ډیر ليږ اوسيدونکي دي چې زموږ افغاني کلتور او دود ته يې په  بشپړ ډول سره بدلون ورکړی دی، ددوی په پرتلههغه خلک (نر او ښځي) ډيرزيات دي چې د خپل کلتور او دود سره مينه لري.


راځي چې د خپلکلتور او دود ساتلو ته هوډ وکړو او ژمن شو چې د کابل په ښارکي که ازاد کار لرو اوکه په دفترونو کې دندي لرو:


په کور،دفتر اوښارکې خپل افغاني کالي (جامي) وکاروو، راځي چې پکتياوالو، کندهاريانو، هلمنديانو،سليمانخيلو، احمدزو، شينوارو او مهمندو ته ووایو چې په کابل کې دي ستاسي سپين ږيرياو مشران د کالو سربيره درني پګړۍ هم پر سر کړي. راځي چې د ولايتونو څخه راغلوځوانانو ته ووايو چې خپل کورني او سيميز کالي واغوندئ او له هر چاسره پرخپله مورنۍژبه خبري وکړئ.


په پای کې له افغانليکوالانو او ټولو درنو وروڼو څخه هیله او ارزو لرم چې دغه ډول کړنو او په کابل کېدخپل اصيل کلتور او دود پلي کولو ته موږ، زموږ دوستان او وروڼه وهڅوي ترڅو پهراتلونکې کې نړيوال په ليکنو او ليدنو کې د کابل سم او افغانیزم انځور نوري دنیاته وړاندي کړي.


پای

Copyright Larawbar 2007-2024