په هلمندولايت كې يو روغتيايي مركز جوړيږي

خان زمان کاکړ | اپریل 5th, 2008


دهلمندولايت په مركز لښكرګاه كې نن ديوه روغتيايي كلنيك دبنسټ ډبره كښيښودل شوه .


دهلمندوالي  محمدګلاب منګل وويل چې ددغه مركز په جوړيدو سره به  دښار دكارته لګان دسيمي دخلكو ستونزي حل شي .



دهلمنددعامي روغتيا رئيس ډاكټرعنايت الله غفاري وويل چې  دغه كلنيك په يونيم لك امريكايي ډالره دعامي روغتيا دوزارت له  خوا جوړيږي .


هغه وويل چې  دغه روغتون به  شپاړس  كوټې ولري .
هلمندولايت دنورو ستونزو ترڅنګ دروغتيايي اسانتياو دنشتوالي سره هم مخامخ دي .

Copyright Larawbar 2007-2024