یو امریکایی مرین پوځي ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 24th, 2012


پنتاګون رسمأ خبر ورکوی چی وړمه ورځ په هلمند ولایت کی د پوځي عملیاتو پر مهال یو امریکایی مرین پوځی ووژل سو ، خو واضح یې نکړه چی هغه مرمۍ وواژه او که ماین والوزاوه .
پنتاګون په یوه بله رسمی اعلامیه کی وایی چی هغه دوه بهرني پوځیان چی وړمه ورځ د افغانستان په ختیځ کی ماین چاودنې وژلی وو ، دواړه امریکایی پوځیان وو چی په پکتیا ولایت کی له منځه تللي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024