د فاریاب ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د لراوبر اداره | اپریل 23rd, 2012


د فاریاب ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د جوزجان ولایت، جنوب ته یې د سرپل ولایت، شمال ته یې د ترکمنستان هیواد او لویدیځ ته یې د بادغیس ولایت موقعیت لري.
 
د فاریاب ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 900,000 په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د میمنې ښار دی او په مرکز سربیره 14 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له پښتون کوټ، قرمقول، المار، بلچراغ، قرغان، دولت آباد، اندخوی، خواجه سبزپوښ، خان چارباغ، ګرزیوان، غورماچ، شیرین تګاب، قیصار او کوهستان څخه عبارت دي.
 
د فاریاب په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
 
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د  فاریاب  په ولايت كې په ټولیزه توګه 482 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 451 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 24 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 13 بابه دیني مدرسې، 10 بابه دارالحفاظونه)  5 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 2 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي. د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 309,204 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 6,262 تنو ښوونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  21,245 تنه د سواد د زده كړې په 911 بابه كورسونو كې د 105  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د فاریاب په ولايت كې د 11,472,631 امريكايي ډالرو په ارزښت 233 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 169 پروژې بشپړې شوې او 64 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د فاریاب ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 2,488 تنه دی وو.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د فاریاب په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی او د 217 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…
 

Copyright Larawbar 2007-2024