د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو.

رفيع الله مندوخېل | اپریل 24th, 2012


دکوټې په شمول د ايالت په ۲۷لويواووړوښارونوکي د دګوزڼ ياپوليو ضددواکسين کمپاين د اپرېل مياشتې پر درويشتمه نېټه پيل سو . چي تر درېو ورځو پوري به دوام ولري . خود ايالت په پاتي دريوښارونو کوټه، قلعه عبدالله اوپښين سيموکي به کمپاين دراروانې مۍ مياشتې پر۷مه نېټه پيل سي .
په يادسوي کمپاين کي به په ټول ايالت کي شپږزره ټيمونه کورپرکورګرځي، او پنځلس لکه هغه ماشومانوته چي عمرونه يې ترپنځوکلونوپوري وي، واکسين ورکوي .
په کويټه کي د ايالت د روغتيايي چارو سيکرټر ووئيل، چي دکمپاين لپاره بشپړه تياری نيول سوی دی، او د ايالت يونيم ميليونه ماشومانوته به دګوزڼ ياپوليوپه ضدواکسين ورکول کېږي .
نوموړي له ميندو او پلارونو غوښتنه وکړه، چې د خلکو خبرو ته دي غوږ نه نيسي . او خپل ماشومان دي په خپلو کورونو کي وساتي، څو چې د ګرځنده ټيمونو له خوا د دوی ماشومان واکسين سي .
ديادونې وړده، چي په تېرمېلادي کال کي په پا کستان کي دروغتيايې چارواکودمعلوماتوله مخې په پاکستان کې دپوليو ۱۹۸ مثبتي پيښي ثبت سوې وې، چې ۷۲ په کوټه، پښين اوقلعه عبدالله
اوځينونوروسيموکي ثبت سوې وې .

Copyright Larawbar 2007-2024