دپاکستان فوځ اواستخباراتي ادارې د تروريستي شبکو ملاتړ کوي: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

رفيع الله مندوخېل | اپریل 30th, 2012


د پښتونخوا ملي عوامي ګوندله خوا په کراچۍ او د ايالت په بلوڅ مېشته سيمو کې د پښتنو د وژنو پر ضد په ږوب کې لاريون وسو، چي په کې د ګوند په سلګونه غړيو ګډون درلود . لاريون کوونکو د ښار پر واټونو مارش وکړ او د ايالتي حکومت، اېم کيو اېم ګوند او تروريزم پر ضد يې شعارونه ورکړه . له هغه وروسته په ظريف شهيدپارک کې يوه احتجاجي غونډه و سوه .
د يادې غونډې مشري دګونديو ځاي مشر مولوي سلطان خروټي کوله . له نوموړي سره پردريځ پخوانی سناتوررضامحمدرضا، عثمان خان کاکړ، عبيدالله بابت، عبدالقيوم ايډوکېټ او عبيدالله رښتيامل هم ناست وو .
غونډه دقرآن کريم دڅومبارکوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه، چې وروسته رضامحمدرضا، عبيدالله بابت، عثمان خان کاکړ، عبدالقيوم ايډوکېټ اومولوي سلطان خروټي په خپلو وېناوو کـي د پښتنو وژنه په کلکو تورو وغندله او زياته يې کړه چې په کراچۍ او بلوڅ مېشته سيمو کې د پښتنو وژنه د اندېښنې وړ ده . په کراچۍ کې ژبنۍ او په کوټه کې فرقه يزې وژنې روانې دي . په کراچۍ کې پراته شپېته لکه پښتانۀ په ډېرو سختو شرايطو کې د ژوند ترخې شېبې تېروي . او د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی . د فاشيسټ ګوند اېم کيو اېم چې ننګه او ملاتړ يې د پاکستان فوځ او استخباراتي ادارې کوي، له خوا په زرګونه پښتانۀ وژل سوي دي . ږوب، پښين او نورو سيمو ته د بې ګناه پښتنو جنازې راروانې دي . اېم کيواېم ګوند دي بايد له حکومت څخه ګوښه کړل سي، څو په کراچۍ کې ترهګرۍ ته د پای ټکی کښېښودل سي .
په جنوبي پښتونخوا کې پراته پنځوس لکه پښتانۀ هم له ورته ستونزې سره لاس و ګرېوان دي . په ايالت کې دناامنۍ ټغرخوردی . دايالت د مشروزير او ايالتي وکيلان دغلوملګري دي . په ايالت کې د بلوڅانو او ملايانو په حکومت کې په رڼا ورځ په کوټه کې هزاره توکمه شيعه مسلمانان وژل کېږي، د پيسو لپاره سړي تښتول کېږي او د ايالت په بلوڅ مېشته سيمو کې د بې ګناه پښتنو د هدفي وژنو لړۍ لا هم دوام لري . اودايالت په شتمنيواوبوديجه کي په سلوکي اتيابرخه بلوڅوغصب کړې ده.
نن بلوڅان وايي، چې پښتانۀ دي يا خو خيبرپښتونخوا او يا هم افغانستان ته کډه سي، بلوڅان موږ له راغلي او په موږ ګډ سوي دي، دا سيمه د افغانستان برخه پاته سوې ده . دا وطن زموږ دی، بلوڅان که نه دي خوشاله ولاړ دي سي . ويناوالو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له بولانه تر چتراله دي پښتنو ته ځانګړی ايالت ورکړل سي .
ويناوالوزياته کړه چې فرنګي پښتانۀ دبرټش بلوچستان، نارته وېسټ فرنټئيرپراونس، قبايل، فاټا اونورونومونوووېشل . دفرنګي استعمارپه ضدترټولوکلکه مبارزه پښتون اوافغان ملت کړې ده . د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي او دده د ملګرو زندانونه تېر کړه او سختۍ يې وګاللې .
دخپلواكۍ له غورځنګ سره د لاس يوكولو په نتيجه كې فرنګی له هند او له مستعمره پښتون افغان خاورې څخه ايستلو ته اړسو . خودفرنګي له وتلو وروسته پنجابی دوطن دسرواوسپينوخاوند سو .
پاکستان چي نن له کوموستونزوسره مخ دی، دادکودتا، فوځي اواستعماري قوتونواواستخباراتي ادارودتګلارې پايله ده . چې پاکستان يې له مذهبي تندروۍ ، ناامنۍ اوتروريزم سره مخ کړی دی
او په کي ترټولوزيات پښتونخواوطن زيان من سوی دی .
دوي زياته کړه، چې مونږدهرډول ترورېزم په کلکه غندنه کړې ده . مونږدامن، پرمختګ اوسوکالی غوښتونکي يو . ټول سياسي ګوندونه بايددامن ، سولې اوکرارۍ په راوستلوکي سره يوموټي سي اولاسونه دي سره ورکړي . دپاکستان مذهبي ګوندونه په افغانستان کي دجهادپه نامه اورته لمن وهي، خوپه پاکستان کې ستونزې دخبرواترواوپارليمان له لارې هوارول غواړي .
ويناوالو غوښتنه وکړه، چې له بولانه ترچتراله دي دپښتونخواپه نامه صوبه ياايالت جوړسي، د پښتون قام پر شتمنيو باندې دي د پښتون اولس حق ومنل سي، له چشمه بيا تر ږوبه دي دبرېښنا لاين وغځول سي او په ايالت کې دي د پښتنون بلوڅ د برابرۍ اصول ومنل سي او د ژوند په هره برخه کې دي پښتنو ته برابر حق ورکړل سي .
ويناوالو د سنا د پخواني غړي عبدالرحيم مندوخېل، د ارواښاد سائين کمال خان شېراني او ارواښاد حاجي حکيم خان مندوخېل د پښتانه وطن لپاره هڅې په زرينو تورو وستائيلې .

rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024