هندي کښتۍ ډوبه او ۱۰۳ کسان مړه سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 1st, 2012


اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د هند د آسام ایالت په دوهاتی ولسوالي کی یوه غټه کښتۍ د توند باد او باران له امله دوې ټوټې سوه چی په نتیجه کی یې ۱۰۳ سپرلي ووژل سول او ۱۰۰ نور تر اوسه ورک دي حال دا چی ۱۵۰ کسانو د لامبو او د کلیوالو په مرسته ځانونو ته نجات ورکړ .
پیښه د فقیراګرام کلی ته نږدې په برهماپوترا سیند کی رامنځته سوه او دغه سیند وروسته بنګله دیش ته داخلیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024