کور / ترخې خبري / د MTN مفسِده اداره او دوه مخي سياست

د MTN مفسِده اداره او دوه مخي سياست

بسم الله الرحمن الرحيم



د2009 م کال لومړۍ شپې او ورځي وې چي دخپلي دندي دبدلېدو تکل مي وکړ نو تصميم مي ونيوه څوپه يوه داسي مخابراتي شبکه کي کارومومم ترڅو مي خپله کاري وړتيا ورسره لوړه شي. کارونه يې ښه وي اداري کارونه ياپه انګرېزۍ اصطلاح منجمنټ يې په مارکېټ کي ترنورو مخابراتي شبکو مخکښه وي اوهمدارنګه له تخنيکي لحاظه هم دښه کيفيت لرونکې شبکه وي.


داچي زمامسلک هم کمونيکشن انجنيرنګ وو نوله همدې کبله يوزيات شمېر دوستانو او ملګرو مي په افغانستان کي په مختلفومخابراتي شبکو کي کارکاوه له خپلو ملګرو سره په اړيکه کي وم څوله يوې سالمي مشورې وروسته اقدام وکړم نوزما په اند مشوره دژوند په بدلونونو باندي مثبته اغېزه لري ځکه هوښياران وايي  (هغه کار چي په سلا وي بې بلا وي) خو دملګرو له مشورې وروسته مي تصميم ونيوه ترڅود ام ټي ان (MTN) په مخابراتي شبکه کي دنده واخلم، دهمدې کار په لټه کي شوم خو له ډېرو هلوځلو وروسته زه په دې وتوانېدم چي دغه مقدماتي پروسه طی کړم او زما کاري وړتيا د دې وړ وه او هغه امتيازات چي ددې شرکت لخوا يوانجنير ته ور کول کېدل ما ومنل او د جون په څوارلسمه نېټه مي قرارداد ورسره لاسليک کړاو په همدې ورځ مي په خپل کارپيل وکړ داچي زه داپرېشن دڅانګي د بي اس اس انجنير په توګه مقررشوم نودهمدې څانګي دعمومي مدير يا سنير منيجرلخوا خپل اړونده سوپروايزرته وروپېژندل شوم.


زه له خپل لاين منيجر اوډايرکټ سوپروايزرنه اوله ټولو ملګرونه چي ماسره په دغه ډيپارټمنټ کي کارکوي يوه نړۍ مننه کوم چي همېشه يې زه له هم هغي لومړۍ ورځي نه په کارونو کي يوازې پري نه ښودم اوماسره يې هرراز همکارۍ نه ځان ونه سپماوه خدای دي دوی همېشه خوشحاله لري.


زما له راتګ نه مخکي ددې کمپنۍ د ادارې په لوړپوړوچارواکوکي څه تغيرات راغلي وو دمثال په ډول زمونږ دتخنيکي ادارې مشر يا ډايرکټرمخکي يو هندي تبعه وو له اورېدو چې داکس دکاري وړتيا نه برخمن او په کار پوه سړي وودهغه پرځاي يو لبناني تبعه مقرر شوي وو او دتخنيکي څانګي ډايرکټر وو چې تراوسه هم شته ماهم خپلو کارونو باندي ځان بوخت کړی وو او هڅه مي کوله څومره چي ژر کېږي زه پخپلو کارونو باندي ځان پوه کړم نو له همدې کبله ماهم ډېرو خبرو ته غوږ نه نيوه شپې او ورځې تېرېدلې له خپلو کارونوسره بلد شوم له يوې نيمي مياشتي وروسته مې لومړي سفر پيل شو چي دافغانستان شمال ته وو.


 دبغلان په ولايت کي زمونږ يوه دستګاه تر کارلاندي وه چي زما ملګري کارورباندي کاوه زه هم ورغلم او دوه ورځي ماهم کارورسره وکړ بالاخره دا دستګاه فعاله شوه او ما دخپل مقصدځاي پرلور حرکت وکړچي د جوزجان ولايت د شبرغان ښار وو يوه شپه مي دمزارشريف په ښارکې وکړه او په سبايې د جوزجان ولايت پرلوري رهي شوم هلته درسېدو سره سم هغې سيمي ته ورغلم چي زمونږه يوه مخابراتي دستګاه جي بي اس سي يي بولي هغه فعاله کړم له يوې نيمي هفتې کار وروسته دا دستګاه فعاله شوه هلته چې ما کارکاوه نه کوم دفتر وو اونه هم داسي يوه کوټه وه چي د خپل کاري دفتر په شکل مي ګټه ورنه اخستې وای. يوازي دګاردانو(ساتونکو) کوټه وه چي هغوی به ورنه داوسېدو لپاره استفاده کوله دوهم يو شيلټر وو چي مونږه دبي اس سي تخنيکي وسايل پکې ځای پرځای کړي وو چی د همدې هدف لپاره ډيزاين شوی وو؛ ما هم پرهمدغه شيلټر کي دتخنيکي وسايلو يو صندوق نه مېز او له بل نه څوکۍ ځان ته جوړکړي وو خپل کمپيوټر مي ورباندي ايښی وو زما ملګري په بغلان ولايت کي هم پرهمدې شکل کارکاوه زمونږداحالت زمونږ لاين منېجر هم پخپلو سترګو ليدلی ووځکه چي هغه يوه ورځ دهمدې نويو دوه بي اسيانو دلېدو په موخه دې دواړو ولايتو ته سفرکړی وو او مونږته يې دا وعده راکړه چې زه به ستاسو ددې ستونزمن حالت راپور لوړومقاماتوته ورسوم اوستاسو ستونزه به حل شي انشاالله خو لکه څرنګه چې د دې نوي ريس په راتګ سره په منجمنټ کي زيات بدلونونه راغلي وو همدارنګه دزياتوکسانو صلاحيت هم تش په نامه وو لوړپوړوکسانو يې خبره نه اورېده اود چاستونزه یې نه شوای حل کولای.


 دالړۍ همداسي روانه وه زه له دوه مياشتو وروسته د غزني ولايت ته تبديل شوم په دې ولايت کي هم مونږه همداسي يوه بي اس سي فعاله کړله خو بياهم دلته دفتر نه وو اومېزمي لږ ماډرن شودټرانسميشن يووسپنيز صندوق وو مېز مي ورنه جوړکړ خو څوکۍ مي د جوزجان په شان وه داسې شيلټر وو چې کړکۍ يې نه درلوده مخکي مي هم يادونه وکړه چي دتخنيکي وسايلو دځای پرځای کولو دپاره ډيزاين شوی وو نه د دفتر دکارولو لپاره داچي زمونږ هيواد له زياتوبدبختيو سره مخ دئ او خلک يې ډېر زيات مجبوردي او زمونږه ملک هم ډېرکارته ضرورت لري نو بهرنيان هم دافغانانو له مجبوريتونونه په استفادې سره هرڅه يې چې زړه وغواړي هسي کوي له بل پلوه اوسنی حکومت هم تراخري حده په فساد ککړ دئ چي پرتيرو لسو کلونو کې په مختلفو برخوکي بهرنيو او کورنيو سرمايه ګذارانو پانګه اچولې ده خو د دولت لخوا ورباندې څارنه نشته که شته هم نو درشوت په ورکولو سره له جرم نه ځان خلاصوي دالړۍ دام ټي ان په مخابراتي شبکه کي هم  شته خو څوک يې مخه نه نيسي له بده مرغه داوسنۍ عربي نړۍ خلک هم ډېر عياش، خودخواه،مغرور اوپر فساد ککړ خلک دي چې مونږه هم د داسي نااهله خلکو دخودخواهۍ اوفساد قرباني يو حتي تر دې اندازې هغه افغانان چې په ولاياتوکي دمينټننس يا دشبکې د ساتنې اوڅارنې په برخه کي کارکوي د دغه مغرورو او خودخواه بهرنيانو له خوانه تهديد کيږي اوسپکي سپوري خبري ورته کوي چې تېر کال همدې کسانو په کابل کي يوه احتجاجيه غونډه وکړه او تصميم يې ونيوه چې نوربه خپل کارته دوام نه ورکوو اويابه دغه مغرور او مفسد خلک لدې ملکه شړئ خوله بده مرغه دبعضي افغاني کړيو له خوانه يوځل بيا ددې کسانو ملاتړوکړ اوبيا يې دلته دافغانانو دغربت فقر او بيچارګۍ نه استفاده وکړه اودوی يې مجبورکړل چې بيا د دې کسانو ترلاس لاندي کاروکړي اوهغه کسانوته يې داسي پلان جوړکړ چې دغه احتجاجي غونډه يې برابره کړې وه چي له کاره يې ګوښه کړي خو دلته د بااحساسه افغانانونه بايد يادونه وکړم چې دې ادارې ددې کار مخنيوی يې وکړ اودا کار يې دافغاني احساس او افغاني غيرت له مخي وکړ چې واقعاُ دستاينې وړده او اجازه يې ورنه کړه چې دا کسان له کاره ګوښه کړي.


بله ډېره مهمه خبره دا چې کله دلته په منجمنټ کي کوم بدلون نه وو راغلی نو زمونږ ټول ټيمونه په منظم ډول بهرنيو هيوادونوته په ځانګړي ډول لبنان او جنوبي افريقا ته دلنډمهاله زده کړو لپاره لېږل کېدل چي دافغانانو په کاري وړتيا يې ډېره مثبته اغېزه کوله له بده مرغه دعرب خودخواهانو په راتګ سره دا هرڅه په ټپه ودرېدل په ټکنالوجۍ کې دورځنيو تغيراتو تطبيق بدون له هرډول لنډمهاله زده کړو دافغانانوله خوا ترسره کيږي او دا لړۍ لا تراوسه روانه ده چې داکار يوې جدي څېړنې ته اړتيا لري ځکه چې دغو بهرنيو اوکورنيو مخابراتي شبکو چي په افغانستان کي پانګه اچولې ده نودافغانانو دظرفيتونو دلوړولو ټټريي هم وهلي دۍ او ويلي يې دي چې مونږه به دافغانانو کاري وړتيا دومره لوړ وو چې دټولو بهرنيو اتباعوځاي به نيسي اودا شبکې به ټولې افغاني کيږي خو له بده مرغه د دولت دنه پاملرني اودبعضو کسانو دخود خواهۍ له کبله دا پروسه د ام ټي ان په مخابراتي شبکه کي له مينځه تللې دمسؤلو منابعو څخه په کلکه غوښتنه کوم چي داقضيه په کلکه وڅېړي او پوښتنه يې وکړي څويې خپل ايماني او وجداني وظيفه هم پر ځاي کړې وي، او دافغانانو په کاري ظرفيت کي هم دپام وړ بدلون راشي زمونږ ګران هيواد جګړو سخت ځپلی دئ او زيات کارته اړتيالري کوم بهرنيان چي په افغانستان کي کارکوي دا ملک دهغوي دپاره پردی دئ مونږه پخپله بايد په ځان کي کاري وړتيا پيدا کړو او دا وران هيواد پخپلو پښو ودروو.


راځم اصلي خبري ته هغه داچي ما مخکي هم يادونه وکړه چي درې کاله مي په ذکرشوي کمپنۍ کي دکاري خدمت موده ده او دلته اصول دا دي چې د کال په اخرکي دهرچاکاري وړتيا کتل کيږي البته دلاين منيجر او ډايرکټ سوپروايزله خوانه او نمرې هم دوی ورته ورکوي چي دانمرې دمنېجر له خوا نه د کارکوونکي دکاري وړتيا دليدو مطابق ورکول کيږي خو له بده مرغه چي کله دا نمرې   اچ آر  (HR) له خوانه او دهري څانګي دريس له خوانه په ګډه دلاين منيجر په غياب کي کمېږي چي دا درې کاله له ماسره اوزما له ملګرو سره داسي کيږي چي مونږته ډېره زړه بوږنوونکې ده چې ددوی دا کار زمونږ له کاري وړتيا سره سمون نه خوري دلته ټول تمرکز يوازي په کاري فشار دئ ما خپله د افغانستان په مختلفوولاياتوکي ډېري بي اس سي ګاني فعالي کړيدي اوپه ډېروخرابو شرايطوکي مختلفو سيموته مي سفرونه کړيدي د امي دام ټي ان لپاره نه بلکې دخپل افغاني احساس له مخي څو دافغانستان لري پرتې سيمي دمخابراتي پوښښ لاندې راشي زما د ټولو کارونوسره سره د2011 م کال په وروستيو کې راته وعده راکړل شوه چې سږکال به درته دځانګړې غوښتنپاڼي پواسطه درته معاش زېات کړو چې دا هرکال دهغه چالپاره کيږي چي ترنورويې ښه او ډېر کارونه کړي وي خو له بده مرغه داسي ونه شول زما نمرې د معمول سره سم لکه مخکي مي چي يادونه وکړه کمي شوې نو ما شکايت وکړ چي دمنېجر له خوا راته وويل شول چی ريس وايي چي ستا دمعاش په ځانګړې غوښتنپاڼه به تاثير ونه کړي خو له بده مرغه داهسې يوه دروغجنه خبره وه کله چې دنتايجو پاڼي راغلې هيڅ هم نه وو شوي هرڅه دپخوا په شان وو چې دې کارزه ډېرزيات متاثر کړی يم شايد چې زما په شان ډېر داسي ځوانان وي چي له داسي مشکلاتو سره مخ دي خوله بده مرغه دمجبوريتونو په اساس هيڅ هم نه شي کولاي او د داسي خودخواه او عياشو خلکو ددروغو او منافقت قرباني کيږي له دولت نه په کلکه غوښتنه کوم څو د داسو کسانو مخه ونيسي چي ملي ګټي دشخصي ګټو قرباني کوي يوازي خپل ځان پېژني اوبس ترڅوبه مونږ احتياج او په پرديو متکي اوسو .


ديو سوکاله آزاد او آباد افغانستان په هيله