کور / سياسي /  جګړو لاملونه او که يې بوږنونکې ناخوالې وارزوو؟

 جګړو لاملونه او که يې بوږنونکې ناخوالې وارزوو؟

ليکنه، عبدالوحید وحيد

د حکومت او طالبانو په ارادو او کړنو باندي له ملاحظو سره سره سولې ته هيله من يم او د حکومتي اړخ په نسبت د طالبانو تعهد، د مذاکراتي پلاوى جوړښت او څرګندونې ښې ګڼم، خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند له يوې تلويزونې چينل سره په خبرو کې اوربند ته د جګړې په لاملونو باندي د بحث او هوکړې کولو شرط وړاندې کولو باندي نيوکه لرم. زه په اوسنئ زماني مقطع کې دا شرط سولې ته د رسيدو لپاره ګټور نه بولم.

د جګړو په لاملونو باندي بحث مونږ له اصلي مسير څخه د انحراف خواته بيايي. د ولس غوښتنه او زمونږ موخه د جګړې د لاملونو څيړل نه، بلکې د جګړو ختمول دي. د لاملونو څيړل به ستونځې را وپاروي. له هرې ډلې سره خپل خپل تعبير شته چې له بل لوري سره توپیر لرى. جګړه که هرڅومره پيچلي وي خو جګړه ختمول اړين دي.

دا خبره پريږدو چې د انسان فطري حالت جګړو ته لاره هواروي، که انساني غرور، ځان غوښتنه، د سرچينو کموالئ او که د واک حرص د جګړو لامل ګرزي؟ په معتقداتو باندي تيرى يې لامل ګرځي، که لوږه. د جګړه لاملونه سقراط په ښه توګه راپيژني، که ارسطو؟

د جګړو د لاملونو پرځاى به بهتره وي چې د جګړو په ناخوالو او بوږنونکو اغيزو باندې خبرې وکړو.
زمونږ په هیواد کې د جګړو له امله سلګونو زره کونډې يتيمان او معيوبين ژوند کوي. فقر او بې کاري زمونږ په ولسونو باندي اروايي اغيزې غورځولي دي. دغو اروايي اغېزو تر نورو ورهاخوا د ځوانانو په فکري وړتیاو کې یو ډول ناارامي رامنځته کړې ده. نا امني په مستقیم ډول د انسان پر ذهن  منفي تاثیرات غورځوي. نتيجتاً انسان دخپلو شخصي او ټولنیزو موخو  په اړه پرېکړه نشى کولای او هرڅه ته د شک  په سترګه ګوري. ځوانان مو د انتقام اخيستلو په رواني رنځونو اخته دي.

ځينې ځوانان مو د بيوزلي له امله د هیواد پريښودلو ته اړ ايستل شوي او په ستونځو کې نښتي دي. ځينې نور بيا د بيکاري له امله په نشه يي توکو روږدي شول او هغه ځوانان چې نسبتاً د زده کړو او کار فرصتونه ورته برابر دي، دمادي بخل تر اغيزو لاندي دي.  عاطفه یې يوازې ترخپل ځان پوري رامحدوده کړې او تر هر څه ورته خپل ځان اهميت لري.

که ملي اړتیاوې وارزوو، نو په کار داوه چې حکومت دځوانانو د استعداد او وړتیا د کچې په لوړوالي باندي کار کړئ واى خو متآسفانه چې حکومت په معکوس ډول د هغوى  استعدادونه وژنې. په لوړو زده کړو سمبال ځوانان چې له ډيرو ستونځو وروسته يې دغه بريا ترلاسه کړې ده، په داسې دندو وګمارل شي چې مسلک سره يې هيڅ ډول تړاو نه لري.

ولسمشر د پوره کولو له محاسبې  ژمني کوي. ځمکني حقائق تحريفوي.  نمايشي ناستې کوي، خو په عمل کې هيڅ نه وي. وعدې باد وړي او هیڅ اثریې نه پاتیږي. په دولتي امتیازاتو کې بشپړه بې عدالتي روانه ده. مشران د خپلو دفترونو رنګ، روغن، ميز او چوکئ، کوچونه او فرش د خليج د کوم بډایه هيواد  په شان، په ديوالو باندې لګيدلي انځورونه لکه د انځوريزې ګالري په شان، دريشي، بوټونه، نيکټايي د مايکل جکسن غونډې، د کاري ميز ترشا ننداره ايز کتابتون د کوم پروفيسور او فيلسوف غونډې، باډي ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودي د پاچا غوندې، خو لاهم نه پوهېږي چې هغوى د نړئ تر ټولو ناکام سياستوال، د داسې هيواد واکمن دي چې د نړيوالو په اوږو بار، په فساد کې ککړ او 54% ولس يې د فقر له پولې لاندې ژوند کوي. دغه ډول مشرانو ته د خپلو چاپلوسانو لخوا ويل کېږي چې ولس ټول د واک په ګدئ باندې ستاسو پاتې کيدل غواړي.  د حقونو د خونديتوب په چيغو او شعارونو به ملت ټول درپسې ودريږي. لکه څنګه مو چې په ټاکنو کې بريا ستا په برخه ثبت کړه، همدغه شان راتلونکې کارونه هم کوو.

د مشرانو وجدانونه ويده او مرموزو کړيو محاصره کړي دي. نه پريږدي چې څوک د هغوى ويده وجدانونه د ويښولو هڅه وکړي او يا هم په زغرده ورته ووايي چې سياسي بريا د ولس په غولولو او په جګړو کې په وژلو نه، بلکه د هغوى د دردونو او ستونځو په کمولو او هغوى ته د سوکاله ژوند په برابرولو کې نغښتئ ده.

د واک په نشه مستو مجنونانو هغه تور سرې خورکئ نه ده ليدلي چې د شاه شهید په انفجار کې يې خاوند او دوه بچيان وژل شوي، کور يې کنډواله شوئ او د کنډواله کور په خاورو ناسته د هغې پرښتې انتظار کاوه چې کور ته يې د پناه ورکولو په موخه بوزي؟
هغوى د هغه ځوان د نيمګړيو ارمانونو په هکله هم فکر نه ده کړئ چا چې د جګړې په سنګر کې د ژوند په اخري شيبو کې د خپل مرګ په تړاو انديښنه نه درلوده، خو خپلې ميرمنې ته په تليفون کې وايي چې زما غم وه کوه، خو خپل عزت او عفت وساته. هغوى د کابل په لارو کوڅو ګلدانونو او له پلونو لاندې پراته هغه ځوانان نه دي ليدلي چې د جګړو او بيکارئ  له امله يې نشو ته مخه کړي او د ډيرو فاميلونه بي سرپرسته پاتې دي.

زمونږ په هیواد کې کمونيزم زمونږ کمونستانو نيست او نابود کړ، جهاد مو ځينو جهادي مشرانو د واک په سر د جګړو له امله بدنام کړ، اسلام هغو خلکو ولس او نړئ ته د تاوتریخوالي دين وروپيژانده چا چې د داسلامي نظام د پلئ کولو لپاره د مبارزې دعوه کوله او د اوسنئ تنکئ  ديموکراسي بنسټونه د ديموکراسي د دښمنانو لخوا نه، بلکې په لوړو پوستونو باندې ناستو هغو ديموکراتانو وران کړ چې په اخلاقي، اداري او مالي فساد کې تر ستوني پورې ککړ دي.

اوس د سولې وخت را رسيدلئ ده. اوس په نړيواله او سيمه ايزه کچه زمونږ په هیواد کې د سولې لپاره نسبتاً همغږي شتون لري. په يو او بل نوم باندي بانې پلمې او سرې کرښې راکاږل نه غواړو. د کابل ښار د غلو وحشتونو په سر اخيستئ ده، په رڼا ورځ وسلوال بريدونه، غلاوې، اختطاف او هدفي وژنې کيږې، پراخ مالي او ادارې فساد د ولس ژوند ګواښي، اخلاقي فساد ته لاره هواريږي،  د چسپکي ماينونو له ډاره څوک موټر نشي درولاى. په لوړو پوستونو باندې د څو سوه ښځو او د څو ځوانانو ګمارل د هغوى حقونه ګڼو او د کابل په څنډو کې هره ورځ د سختو ناامنیو شاهدان يو، خو حکومت سوله  مفته غواړي.

په جګړه کې د عام ولس زامن وژل کيږي خو په سوله کې د جګړو د قومندانانو واکونه امتیازات  زيان ويني. په جګړه کې مشران ګټه پورته کوي خو په سوله کې ولس بريا ترلاسه کوي. په جګړو کې د وژل شويو تابوتونه د عام ولس کور ته ځي خو کريډيټ يې قومندان اخلي. د جګړو له امله د کونډو يتيمانو او معيوبينو بوج ته ولس اوږه ورکوي خو معامله ورباندې د جګړو مشران کوي او تر ټولو مهمه دا ده چې جګړه له ولس څخه د سرونو او سوله د جګړې له اعلى قومندانانو څخه د واک قرباني غواړي.

د يوه پياوړي اسلامي نظام په نفاذ غوړيدلي اقتصاد هرډول کورني او بهرني ګواښ ته ځواب ويونکئ مسلکي اوردو او له نړيوالو سره د برابري او متقابل احترام ولاړو اړيکو په درلودلو، د ښځو په زده کړو او په خوندي ماحول کې د هغوى په کار کولو کې طالبان حکومت او ولس په يوه صفحه کې قرار لري.

البته ستونځې هغه مهال زياتيږي چې د سرو کرښو نوملړ اوږد شي؛
په جمهوريت سودا نشي کيداى!
په اساسي قانون باندې معامله نشي کيداى!
د ښځو په حقونو خو د چا پلار هم معامله نشي کولاى!
د تيرو دوو لسیزو په لاسته راوړنو خو د چا نيکه هم معامله نشي کولاى!
د نجيب د استعفأ مې اوريدلي دي. هغه غلطي نه تکراروم!
زما تر مشرتوب لاندې د طالبانو ادغام ته تيار يم.
تحميلي سوله نه منم!
موقت حکومت رامنځته کول خطرناکې پايلې لري.

همدغه شان که طالبان ووايي چې په اسلامي امارت باندې معامله نشي کيداى. د اميرالمؤمنين په صفت د مولوي هبت‌الله ټاکل سره کرښه ده. مګر که الهي احکامو ته مخ کړو، د ولس غوښتنې ومنو، د يو بل د زغملو او له يو بل سره په امن او سوله کې د ژوند کولو هنر زده کړو انعطاف او تيريدل وکړو نو سوله راتلاى شي.
دواړو خواو ته وايو چې که ستاسو په پورتنيو سرو کرښو معامله نه کيږې نو زمونږ په سرونو هم معامله مه کوئ. دا هره ورځ چې وژل کيږي ستاسو مالونه نه بلکې ددغه هېواد بچيان دي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان