کور / تازه خبرونه / نن د محکوم وطن زرګونه افغانان په واڼهٔ کي جرګه سوي دي

نن د محکوم وطن زرګونه افغانان په واڼهٔ کي جرګه سوي دي

لسګونو زره افغانانو نن د پښتون ژغورني غورځنګ په نوښت په واڼهٔ کي په یوه لویه جلسه کي برخه اخیستې ده.

په دې جلسه کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين او مخکښ غړي علي وزیر هم برخه اخیستې ده او ویناوي کوي.

د جلسې هدف په پښتني سیمو کي د پاکستان د پوځ لخوا پر پښتنؤ د ظلم او تشدد زیاتېدلو مخنیوی او په تېرو کلونو کي د ارمان لوڼي، عارف وزیر په شان نورو شهیدو کړل سوو پښتنو دپاره انصاف غوښتنه او د پوځ لخوا په زور د نادرکه کړل لسګونو زره کسانو د پیدا کولو او عدالت پلي کیدل ښوودل سوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د دوه نیمو کلونو راهیسي په پښتونخوا، افغانستان او نړۍ کي د پام وړ پرمختګ کړی دس، تنظیمي چاري یې پراخه سوي او پوځ یې مجبوره کړی دی چي د پخوا په پرتله د پښتنو سره تشدد او ظلمونه لږ کړي خو د غورځنګ مشر وايي د غورځنګ مبارزه به ټولو افغانانو ته د سولي امن او ثبات تر ټینګښت پوري روانه وي.

د نننۍ جلسې ویډیوي راپورونه په سیمه کي د انټرنټ د نیستۍ له امله ځنډیدلي دي.

په سیمه او نړۍ کي مېشت افغانان د پرون راهیسي په دې هشټېګ ددې جلسې ملاتړ او حمایت کوي.

#PashtunLongMarch2Wana ##PtmWanaGathering