کور / تازه خبرونه / وسلوالو د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ووژئ

وسلوالو د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ووژئ

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال د ګردیز ښار بلند منزلونو ساحه کې نن سهار ۵ بجو شا او خوا کې د وسله والو له لورې په داسې حال کې چې پوهنتون ته روان و لومړی په ډزو وېشتلی او وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د پکتیا والي حلیم فدايي پېښه تائید کړه او وايي د قاتلینو د معلومولو او تعقیب لپاره هڅې روانې دي.