کور / سياسي / پروفیسر خالق رشيد پر اشرف غني ږغ کوي چي ملي او پښتو ضد تګلاره پای ته ورسوي

پروفیسر خالق رشيد پر اشرف غني ږغ کوي چي ملي او پښتو ضد تګلاره پای ته ورسوي

د ۲۰۲۰ کال د مارچ  ۲۸

له اشرف غني څخه جدی هیله !

ښاغلیه ، که چیرې ته افغانستان ولس مشر نه یې ، باوروکړه چې ستا پښتوژبې ته به غوږ هم ونه نیسم اوپه یوه علمي اوادبي غونډه کې به ځای هم درنه کړم.  په کومه ژبه چې ته غږېږي ، که زما هندي زده کونکی دا ډول خبرې وکړي ، باوروکړه چې له سلو به یوازې دکامیابۍ څلویښت نمرې ورکوم . زما سره ستا دپښتوژبې په برخه کې دلیاقت  نمرې همدومره دي.

ښاغلی ډاکټره !

ته اوموږ ټول پوهیږو چې اوس موږ ناچاریو چې ستا دغې ګلدارې پښتوته هم غوږ ونیسو، ځکه چې دغه ړانده ملت  ته له نا چارې ورځې رامخ ته کړې اود دوی د اصلي ارادی خلاف  په بشپړ تقلب د افغانستان پرګدۍ ، دیوه زورور نړیوال ځواک  په مرسته کیناستې، خو داحق نه لرې چې زموږ ژبې ته په خپل پردي پالي دربار کې دویم ځای ورکړې، اویایې اهمیت را کم کړې، دا دملت حق دی، که چیرې دغه ټکي ته تاسې  اوستاسې درباریان پاملرنه ونه کړې ، موږ نا چاریو چې ستا پرضد یوپراخ مدنی فرهنګی حرکت له همدې امله چې ته اوستا دربار د پښتو ژبې څرګند سپکاوی کوي ، دهغې په وړاندې یوڅرګند تبعضی چلند پرمخ بیایی ، اوددې وطن داکثریت ملي ژبې په توګه یې درناوی نه لرې را پیل کړو، او ستا فرهنګی پالیسې چې دهغې دتحقق له پاره دې بی فرهنګه اونادان کسان اجیرکړی اونه پوهیږي چې پښتوپه افغانستان کوم موقف باید ولري په ملي اونړیواله کچه  رسوا او وغندو.

ښاغلی ډاکترغنی !

له هرڅه سره دې لوبي پیل کړې، هیواد دې نوردنړۍ په وړاندې د ورکې ، بدنامې لوړې کندې ته وراچولی دی هیله من یو چې له پښتوسره اودپښتو په وړاندې نوردغې بي تفاوتۍ اودغې ملي ضد تګلارې ته دواکمنۍ له ملي ستیجه (ولسمشرۍ ) دوام ورنه کړې او په دغه اړه خپله ملي اوپښتو ضد پالیسۍ، بي توپیرۍ او د دښمنۍ تګلاره پای ته ورسوئ .

په درناوي

پروفیسور  عبدالخالق رشید

د پښتوژبې استاد اولیکوال .