کور / شعر / غزل

غزل

غزل
چې تاته ګورمه، تاغواړم دا خو مینه نه ده
خو کتی نه شمه بل لور ته دا ممکنه نه ده
ستا مینې ژوند ته هیله من کړم اوس پوه شوی یمه
چې زنده ګي مې له غرمې تر ماسپښینه نه ده
سپوږمۍ دعوه کوي چې زه یمه ستا مینه یمه
زړه ته مې نه لویږي، دا ستا په شان حسینه نه ده
ستا په لیدو مې عقیده رانه ترۍ تمه شوه
ته ګوره، ستا د خیال سایې ته خو ساکنه نه ده؟
زه یې له ځانه څخه هیر کړم، زه یې بل څوک کړمه
دا لا تر اوسه زما په مینه مطمئینه نه ده
علم ګل سحر