کور / #corona-crisis / پخپل مخ لاس وهل به درته بلا سي

پخپل مخ لاس وهل به درته بلا سي

سره له دې چې په دې ورځو کې روغتیا پالان وایي :  پخپل مخ لاس مه وهئ ترڅو کورونا ویروس  د سترګې ، پوزې او خولې سره د تماس په پایله کې  ستاسې بدن ته انتقال نه شي .

ولې مونږ پر خپل مخ ، خولې ، سترګې یا دبدن په نورو برخو لاس وهو؟

کله چې مونږ ته یو څوک ووایي چې تاسې دا کار مه کوئ ؛ زړه مو د هغه کار کولو ته ډیر لیواله کیږي دبیلګې په ډول پوهیږو چې په مخ ، پوزې ، خوله لاس وهل د کورونا او دنورو ساري ناروغیو د خپریدو خطر زیاتوي مګر بیا هم مونږ دورځې په اوږدو کې په خپلو مخونو یا دبدن په ځینو برخو لاس وهو او د پخوا په پرتله ډیرورته ځیر کیږو ، ولې ؟

څیړنې ښیې چې انسانان په نارمل ډول سره (۱۵ـ ۲۰) ځلې په ورځ کې پخپل مخ لاس وهي ، د خپل بدن یوه برخه لمس کول زمونږ د ژوند یوه برخه ګرځیدلې او دا مو د ډي ان ای پورې مربوطیږي ، ان جنین د مور په رحم کې پخپل مخ یا دبدن په ځینو برخو لاس وهي .

کله چې مونږ ته روغتیا پالان دیوې ناروغۍ دمخنیوي په خاطر وایي: پخپلو مخونو لاسونه مه وهئ ، په حقیقت کې مونږ د معمول څخه ډیر خپل بدن یا مخ لمس کوو دا په دې مانا دی چې دوی هغه څه له انسانانو څخه غواړي  چې دهغوي د طبیعت خلاف کار دی .

په خپل مخ یا د بدن پر یوې برخې باندې لاس وهل یا ګرول مونږ ته ذهني سکون بخښي   .

کله چې مونږ دبدن یوې برخې باندې فشار واردو یا یې لمس کوو ، دبیلګې په ډول ځینې خلک د مطالعې په وخت ، تر څو ساعتونو کار وروسته ، سوړ اسویلی وباسي  ورپسې خپل سر باندې لاس تیروي یا هم پخپلو دوو ګوتو سترګو ته فشار واردوي ، اوس پوښتنه دا رامنځته کیږي چې ولې مونږ دا کار کوو ؟

کله چې د خپل بدن یوه برخه لمس کوو په حقیقت کې د پاراسیمپاټیک عصبي سیسټم  فعالو ، ددغه سیستم فعالیدل ددې سبب ګرځي چې داخلي نارامۍ مو ارامه شي ؛ دغه غبرګونه نه یوازې په انسانانو کې بلکې په ځینې کورنیو حیواناتو لکه سپي،پیشوګان  او ان په ډیرو وحشي ځناورو لکه زمري او پړانګ کې هم لیدل کیږي .

ماشومان هر څه له خپلو والدینو څخه زده کوي او هماغه کار بیا ځلې تر سره کوي ، کله چې دوی خپلو میندو او پلرونو ته ګوري چې خاندي ، نارامه یا حیران شوې وي دوی په نارمل ډول خپلو مخونو یا دبدن ځینې برخې لمس کوي؛ ماشومان دهغوي هر کار څاري او هماغه کار بیا ځلې تکراروي  یعني ماشومان د خپل ژوند تګ لوري له خپلو والدینو یا مشرانو څخه زده کوي .

په زړه پورې لا هغه وخت دی ، کله چې مونږ ته سپارښتنه کیږي چې باید خپل مخ باندې لاس ونه وهو! د معمول څخه ډیر دا کار ترسره کوو ، ځکه دماغ مو په خودمختاره ډول تاسې هغه لورې ته بیایي  چې تاسې ارامه کړي او ستاسې څخه ښه ساتنه وکړي.

څنګه د خپل مخ لمس کولو څخه ډډه وکړو ؟

سره له دې چې دا کارناممکن دی مګر یوه غوره لاره چاره شته چې دا ناشونې کار ممکن کوي، ددې کار لپاره لاندې سپارښتنې عملي کړئ :

باید دهغو عادتونه څخه ځان وساتو چې پرمخ د لاس وهلو لامل ګرځي دبیلګې په ډول دعینکو او لنز  د اړتیا پرته مه کاروئ ، لږ سینګار کول یعنې تر څو  مجبوره نشې چې دورځې په اوږدو کې یې بیا ځلې تازه کړئ ، د خبرو کولو په وخت کې د لاسونو خلاص پریښودل او ډیر خوزول یعنې هڅه وکړئ چې دخبرو کولو په وختکې خپل لاسونه بند او قفل کړئ همدارنګه تردې وړاندې چې خپل مخ باندې لاس ووهئ هڅه وکړئ چې لاسونه مو پاک په اوبو یا هم انټي سیپټیک باندې ومینځئ .