د جوزجان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر
د جوزجان ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د بلخ ولایت، جنوب ته یې د سرپل ولایت، لویدیځ ته یې د فاریاب ولایت او شمال ته یې د ترکمنستان هیواد موقعیت لري.
د جوزجان ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 485,300 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د شبرغان ښار دی او په مرکز سربیره 10 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له آقچه، منګجک، قرقین، خانقاه، درزاب، خماب، مردیان، فیض آباد، خواجه دو کوه او قوش تپه څخه عبارت دي.
په جوزجان کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د جوزجان په ولايت كې په ټولیزه توګه 341 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 314 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 19 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 بابه دارالعلوم، 14 بابه دیني مدرسې، 4 باب دارالحفاظونه) 5 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 151,196 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 4,156 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 16,265 تنه د سواد د زده كړې په 674 بابه كورسونو كې د 101 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د جوزجان په ولايت كې د 4,944,935 امريكايي ډالرو په ارزښت 104 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 92 پروژې بشپړې شوې او 12 پروژې تر کار لاندې دي.
په 1390 کال کې د همدې ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 3,005 تنه وو چې د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د جوزجان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تعلیمي کچې ټیټوالی، د تدریسي کتابونو کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…