افراسیاب :فاټا پکار ده د پښتونخوا صوبې برخه شي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 5th, 2012


د عوامي نېشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر او سېنېټر آفراسیاب خټک وايي چې د نویو صوبو د جوړېدو ځینې جایزې غوښتنې دي خو ځینې بیا داسې دي چې خلک د هغو په نوم سیاست کول غواړي. خټک زیاته کړه چې د سرایکي صوبې د جوړېدو لپاره له ډېره وخته راهیسې مطالبه کېږي او په کارده چې جوړه شي خو فاټا د پښتنو د وجود برخه ده ښه به دا وي چې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای شي.

Copyright Larawbar 2007-2024