باميان: ۳۱ ښځينه زده کوونکي مسموم سويدي

د لراوبر اداره | مې 7th, 2012


د بامیان په ولایت کښې ۳۱ تنه ښځینه زده کونکې مسموم سولې چي اوس محال په ولایتې روغتون کښې تر درملني لاندي دي. دغه پیښه د فولادي کلي د شیرین هزاره په ښوونځۍ کښې را منځ ته سوه. که څه هم ددغه پیښي لامل تر اوسه ندی روښانه سوی خو د ولایتې روغتون مسولین وایې چې دغه کسان د زهر لرونکې هوا د تنفس کولو له امله مسموم سویدې.
د یادونی وړ ده چې د بامیان ولایت د پنجاب، وارس او یکاولنګ په سیمو کښې په تیرو څو کلونو کښې ورته پیښي رامنځ ته سویدي خو تراوسه یي لامل ندی روښانه سوی.


 

Copyright Larawbar 2007-2024