کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩١ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩١ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩١م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٧١:- په دولت مندۍ باندي حسد مه کوه د دولت لذتونه عارضي او فاني دي.
١٧٢:- بلند همتي د ايمان نښه ده.
١٧٣:- الله پاک جل جلاله بې عقل مسلمان نه خوښوي.
١٧٤:- مرګ په ياد ساته چي غمونه دي کم سي.
١٧٥:- څونه چي ناروغي کمه وي هغونده به ژوند آزاد وي.
١٧٦:- د اولاد پر مور او پلار دا حق دئ چي پر هغوى سم نوم کښېږدي.
١٧٧:- کم مسلمان چي د بل مسلمان عيب پټ کړي الله پاک جل جلاله به د قيامت په ورځ د هغه عيب پټ کړي.
١٧٨:- بدترينه انسان هغه دئ چي د هغه څخه د کور خلک په عذاب وي.
١٧٩:- الله پاک جل جلاله بدويونکى او بد زبانه کس نه خوښوي.
١٨٠:- واده وکړه چي د هغه په وسيله دولت زياتېږي.
نور بيا…………………….