کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٠ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٠ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٠ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٨١:- څوک چي په خپل دولت کي د زياتوالي او اوږد عمر ارزومند وي هغه دي د خپلو خپلوانو سره ښه سلوک کوي.
١٨٢:- د يوه مسلمان له پاره دا جواز نه لري چي تر درې ورځي زيات د بل مسلمان سره خوابدى سي.
١٨٣:- هغه انسان ذليل دئ چي د هغه مور او پلار بوډاګان وي او دى د هغوى په خدمت سره جنت حاصل نه کړي.
١٨٤:- بدخلق ، بدخويه او سخت ګويه انسان به په جنت کي نه داخلېږي.
١٨٥:- نجات څه ته وايي ؟ خپله ژبه بنده ساتل، په خپل کور کي اوسېدل، او پر ګناهونو باندي پښېمانه کېدل.
١٨٦:- صبر د ايمان سره داسي يوځاى دئ لکه سر د بدن سره.
١٨٧:- په قسم اخستلو سره په مال کي زياتوالى کېږي مګر برکت نه وي پکښې.
١٨٨:- په درو کارو کي څنډ مه کوه:
لومړى: کله چي د لمانځه وخت سي.
دويم: کله چي جنازه تياره سي.
دريم: ښځه ، چي کله د هغې سيال پيدا سي.
١٨٩:- کم کس چي د دې پروا نه کوي چي هغه مال په کمه طريقه او يا له کمه اړخه ګټي الله پاک بيا د دې پروا نه کوي چي هغه به دوږخ ته د کمه اړخه داخلوي.
١٩٠:- کم انسان چي د الله پاک څخه بېرېږي هغه بدله نه اخلي.
نور بيا………………