د کندهار د صحي علومو انستيتوت رسماً پرانستل سو

د لراوبر اداره | مې 9th, 2012


کندهار افغانستان- په کندهار کي د حوزې په کچه جوړ سوى د صحي علومو انستيتوت نن د عامي روغتيا وزيرې او کندهار والي لخوا رسماً پرانستل سو.


د پرانستني په ننيو مراسمو کي د ولايت د سکتوري ادارو رئيسانو ،روغتيا پالانو، په کندهار کي د درملو د اتحاديې مشر، لسګونه ډاکټرانو او نرسانو برخه اخستې وه.


ددغه انستيتوت ودانۍ په دوه پوړه کي جوړه سوې چي شل درسي خوني، د نارينه او ښځينه و لپاره دوه جلا جلا بلاکونه، د اوسېدني شپېته اطاقه، ليليه، د مجلسونو حال، اداري خوني، کتابخانه، کانټين او مسجد پکښي جوړ سو ي دي.


ياد روغتيايي انستيتوت د ١٧ مياشتو په اوږدو کي د  ٢ ميليونه ٧ سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت سره جوړ سوى چي  د امريکا د متحده ايالاتو د نظاميانو لخوا ورکول سوي دي.


په دغه مرکز کي په يوه وخت کي ٦٠٠ تنه نارينه او ښځينه محصلين زدکړي کولاى سي او همداراز ددې انستيتوت په کتابخانه کي هم مهاله له درې څخه تر ٤٠٠ پوري محصلين مطالعه کولاى سي.


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عامي روغتيا وزيرې ډاکټري ثريا دليل ددې انستيتوت د پرانستني پرمهال وويل چي په دې روغتيايي مرکز کي به د کندهار ترڅنګ د زون د ولايتونو قابله ګانو او نرسانو ته هم روزنه ورکول کيږي ترڅو ټولني ته ښه روغتيايي خدمات وړاندي کړي.


هغې زياته کړه چي د مو راو ماشوم مړينه د هيواد په کچه يوه له لويو روغتيايي ستونزو څخه ده او سهيلي ولايتونو هم په هغه کتار کي راځي چي د ليري پرتو سيمو ګڼ اوسېدونکي يې روغتيايي خدماتو ته مکمل لاسرسى نه لري، خو په وينا يې چي په دې مرکز کي د ډېرو قابله ګانو له روزني سره به حتى په ليري کليو کي هم خدمات ښه سي.


وزېرې پر وسلوالو مخالفينو هم ږغ وکړى چي له روغتيا پالانو سره مرسته وکړي او په ليري پرتو سيمو کي هم ورته ددې زمينه برابره کړي چي تر خلکو روغتيايي خدمات ورسوي.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ددې مرکز تر پرانستني وروسته د امريکا د متحدو ايالاتونو څخه مننه وکړه چي ددې مرکز د رغېدني لپاره يې مالي مرسته کړې ده.


هغه زياته کړه وړاندي هم په روغتيايي او ځيني نورو برخو کي مرستي سوي وې خو په وينا يې چي دا مرسته د نورو سره خورا زيات تفاوت لري او اهميت يې هم زيات دى ځکه دا يو اساسي کار دى چي صورت يې نيولى او ګټه به يې هم د اوږده مهال لپاره خلکو ته ورسيږي.


نوموړي غوښتنه وکړه چي دغه ډول نوري بنيادي پروژې دي هم عملي سي تر څو ګټه يې زياته وي او خلک د راتلونکي لپاره هم ترې استفاده وکړي.


د کندهار ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم ددې مرکز په جوړېدو سره خوښي وښوول او دا يې د کندهار او دې حوزې لپاره د روغتيا په برخه کي د يوې مهمي لاسته راوړني په توګه ياد کړى.


هغه ټولو کندهاريانو ته ددې مرکز مبارکي وويل او له وزارت مقام، ولايت مقام او د امريکا له متحدو ايالاتو يې مننه وکړه چي ددې مرکز په جوړېدنه کي يې نه ستړي کېدونکي مالي او تخنيکي مرستي کړي دي.


ډاکټر پخلا وړانديز وکړى چي عامي روغتيا وزارت دي ددې روغتيايي انستيتوت د لا پياوړتيا لپاره دلته د لابراتوار، پارميسي او غاښو څانګو لپاره د ټکنېشنانو د روزني ځانګي زياتي کړي او همداراز دي ددې مرکز د تشکيل په اضافه کولو کي څومره ژر چي شونې وي اقدام وکړي.


نوموړي وويل دوى به هڅه وکړي چي ډېر ژر د سهېل ترڅنګ د نورو ولايتونو نرسانو او قابله ګانو ته هم دلته روزنه ورکړي او ټولني ته يې د خدمت په موخه وړاندي کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024