طالبان : يوه ملګري مو ١٢ بهرنيان ووژل

عطاالله محمدي | مې 11th, 2012


وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي نن ورځ د کنړ ولايت په غازي آباد اولسوالي کي د دوى يوه ارتباطي ملګري دوولس بهرنيان وژلي او د هغوى تر وژلو وروسته بېرته د دوى ليکو ته رسېدلى.
وسله وال ليکي چي نوموړى کس عبدالرحيم نومېږي او د غازي آباد اولسوالۍ اوسېدونکى دئ .
وسله وال طالبان ليکي چي نوموړي هغه وخت د خپل ټوپک خوله د بهرنيانو پر خوا ور واړه وله چي کله په ياده اولسوالي کي بهرنيان پر يوه ځاى سره راټول سوي ول.
وسله وال زياتوي چي نوموړى هدف ته تر رسېدو وروسته د بهرنيانو د استوګنځاى يا بېس څخه روغ رمټ راوتلى او دوه ميله وسله چي يو ئې خپل ټوپک او بل ئې د بهرنيانو څخه ثقيل اخستى غنيمت کړي.
په دې اړه تر اوسه خپله بهرنيانو څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کي دا ډول پېښي ډېري سوي او افغان حکومت او بهرنيانو ته يوه ننګونه بلل کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024