کور / کیسه / څلور شیان نه راګرځول کیږی

څلور شیان نه راګرځول کیږی

په یوه لوی هوایی ډګر کی یوه ځوانه نجلۍ د خپل پرواز لپاره منتظره وه او
باید د څو ساعتو لپاره یی انتظار کړی وای، ځکه نو نوموړی نجلۍ د ځان سره
دا پریکړه وکړه چی یو کتاب رانیسی او په مطالعې خپل وخت تیر کړي . د کتاب
سره هغې د بیسکوټو یو کوتۍ هم رانیول. د هوایي  ډګر په یوه اطاق کې پر
یوه کوّچ چوکۍ کښیناسته ترڅو استراحت سره سره مطالعه هم وکړي.
یو سړی نجلۍ ته نژدې پر بله چوکۍ کښیناستی چیري چی د بیسکوټ پاکټ  هم
پروت وو، یوه مجله یی پرانسته او مطالعه یې پیل کړه.
نجلۍ د بیسکوټو له پاکټ څخه یو بیسکوټ وخوړ، نو سړي  هم ورسره د هغه پاکټ
څخه یو بیسکوټ وخوړ. د سړي  پدې عمل سره نجلۍ لږ خپه غوندي شوه خو څه یی
ونه ویل او د ځانه سره یی په فکر کې دا خبره وکړه (ده ته وګوره چی زما
بیسکوټ خوري، زړه مي غواړي چي پر مخ یې یوه څپېړه ورکړم).
کله چی به نجلۍ بیسکوټ وخوړ نو سړی به هم ورسره د هغه پاکټ څخه بیسکوټ
خوړی. د سړي دا عمل نجلۍ ډیره غوسه کړه خو نجلۍ نه غوښته چی د خلګو په
منځ کی تماشه جوړه کړي.
کله چي د بیسکوټو په پاکټ کی یو بیسکوټ پاته شو نو نجلۍ له ځانه سره وویل
( دا کم عقل سړی به اوس څه کوي؟)
سړي هغه وروستی بیسکوټ هم واخیستی اوپر منځ یی نیم کړ، نیم یې نجلۍ ته
ورکړ او نیم یی خپله وخوړ.
د سړی پدی کړني سره نجلۍ ډیره زیاته غوسه شوه، په ډیره چټکتیا یی خپل
کتاب او نور شیان راغونډ کړه او د الوتکې پر لور وخوځیده. کله چی په
الوتکه کی خپل پر څوکۍ کښیناسته، نو خپل په لاسی کڅوړه کی یی وکتل ترڅو
خپلی عینکې راواخلي، پدې شیبه کې کله چي د نجلۍ سترګې خپل د بیسکوټو
پرپاکټ ولګېدې، ډیره حیرانه شوه، ځکه د نوموړي د بیسکوټو پاکټ هم هغسي
بند پاته وو. نجلۍ ډیره خجیله شوه او د ځانه سره یې وانګیرله چی دې  ډیره
غټه تیروتنه کړېده، ځکه د هغې نجلۍ څخه دا خبره هیره وه چی ددې د بیسکوټو
پاکټ د هغې په خپل لاسي کڅوړې کې وو او هغه سړي بغیره کومې غوسې او بخل
څخه خپل د بیسکوټو پاکټ ددي نجلۍ سره نیم کړی وو، پداسی حال کې چی څو
شیبی مخکي نجلۍ داسي فکر کاوه چي هغې خپل د بیسکوټو پاکټ د سړي سره نیم
کړی دی، او اوس نو ددې نجلۍ لپاره سړي ته د موضوع د روښانولو او یا هم د
بخښنی غوښتلو هیڅ وخت هم نشته.
څلورشیان داسی دی چی  بیا نه راګرځول کیږی.
هغه تیږه چی غورځول شوې وي
هغه خبره چی له خولې وتلې وي
هغه موقع چی تیره شوې وي.
او هغه وخت چی تیر شوی وي .