کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: ۵۰۰ ښوونکو ازموينه ورکړه

ميدان وردګ: ۵۰۰ ښوونکو ازموينه ورکړه

په ميدان وردګو ولايت کې د ازادو سياليو په ترڅ کې د(۵۰۰) ښوونکو څخه ازموېنه واخيستل شوه

په دغه ازموینه کې دولایت مرستیال علي احمد خاشعي،د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق، دولایتي شورا استازو، اداري اصلاحاتو ولایتي مسول عزت الله او یوشمېر مسولینو برخه درلوده.

دلایت مرستیال په خپلو خبرو کې دازادو سیالو له لارې د ښوونګو ګومارل دښوونکو لپاره یو ښه فرصت وګاڼه چې له امله به یې دښوونکو په میاشتني معاشونو کې هم لوړوالی رامنځته شي، همدارنګه خاشعي وویل چې دنوموړې
ازموینې یو ګټه داهم ده چې ددې لارې به مسلکي ښوونکي هم ښوونځيو ته لاره پيداکړي .

د پوهنې رئیس طارق په ویناء چې د ولایت دټولو ولسوالیو څخه دغه (۵۰۰) ښوونکي په دغه ازموینه کې ګډون کې وي چې ددې دمخه هم ددې پروسې له لارې نژدې ( ۲۰۰۰)ښوونکي ښوونځیو ته ور پیژندل شوې دي.

د اداري اصلاحاتو ولایتي دفتر مسول غزت الله په ویناء په ننۍ ازموینه کې
ټول (۵۰۰) تنو ګډون کړې وو چې ددې جملې څخه (۵۰) تنه ښځې وی او هم په دغه
پروسه کې دلیسانس، د۱۴ ټولګیو او د ۱۲ ټولګیو فارغینو برخه در لوده چې
دازموینې وروسته به دټاکل شوو نومرو په ترلاسه کولو سره بریالي کسان
ښونځیو ته معرفي کیږي.

دیادونې وړ ده چې په ولایت کې (۴۰۱) دښونېز مکتبونه شتون لري چې نژدې
(۶۵۰۰) تنه ښوونګو لخوا نژدې (۱۶۰۰۰۰) زرو زده کوونکو ته زده کړې ورکول
کیږي چې تراوسه یې نژدې (۲۰۰۰) تنه ښوونکي اداري اصلاحاتو دپروسې له لارې
ګومارل شوې او د پاتې کسانو ګومارل ه هم ترسره شي.