افغان پولیسو دوه برتانوي پوځیان وویشتل

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 12th, 2012


فرانس پریس آژانس د ناټو او افغان محلی چارواکو په حواله راپور ورکوی چی پرون د هلمند ولایت په نهرسراج کی دوو افغان پولیسو پر برتانوي پوځیانو ضربې وکړې چی له امله یې دوه برتانوي پوځیان ووژل .
راپور وایی چی دغه دوه پولیس یو کال مخکی د پولیسو ځواک ته شامل سوي وو . یو نفر یې برتانوي پوځیانو وویشتی خو دوهم په تیښته بریالی سو .
راپور زیاتوی چی په روان کال کی افغان عسکرو یا پولیسو ۱۶ دغسی بریدونه کړي چی له امله یې ۲۲ بهرني پوځیان وژلي دي .
کتونکی وایی چی د بهرنیو پوځیانو لپاره دا یو نوی او ناکنټروله مصیبت دی چی کرار کرار د ډېرېدو په حال کی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024