“پاکستان افغانستان کې د طالبانو بشپړ واکمنېدل نه غواړي”

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 16th, 2012


يادښت :اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزی له بي بي سي سره ځانگرې مرکه چې د ارزښت له مخې يې کټ مټ راخلو
پېښور:اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزی وايي، د هېواد پروړاندې یې د پاکستان سیاست بدل شوی، او دغه هېواد افغانستان کې د ستراتیژيکې ګټې په لټه کې نه دی.پاکستان کې د سفیر په توګه د عمر داودزي د ماموریت یو کال تېرېږي، چې زموږ همکار هارون نجفي زاده پر همدې بهانه له هغه سره مرکه کړې ده.عمر داودزی د کرزي له نژدې سلاکارانو او د پاکستاني سیاستوالو ترمنځ یوه پېژندل شوې څېره ده.
یو کال مخکې پاکستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.له نهو کالو هلو ځلو وروسته په هغو ورځو شپو کې چې امریکا د پاکستان ایبټ اباد کې د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن په وژلو وتوانېده، د واشنګټن- اسلام اباد اړیکو هم د ښاغلي داودزي او افغانستان کې پر سیاسي وضعیت اغېز وکړ.عمر داودزي اسلام اباد کې له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: “څو میاشتې کېږي چې د پاکستان نظر بدل شوی. په تېره فبرورۍ کې کابل ته د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر سفر او بیا پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي سفر ددواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز وکړ.”ښاغلی داودزی چې په ۲۰۰۵ کال تهران کې د افغانستان سفیر و، وايي تهران کې د خپلواکو اړیکو جوړولو تجربې وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د امریکا له سیوري پرته جوړ شول.نوموړی وايي: “ما ایراني ملګرو ته وویل پوهېږو چې امریکا ستاسې دښمن دی، خو امریکا زموږ ملګری دی. خپل اړیکي باید داسې ورسره سمبال کړو چې دا وضعیت نه ستاسې او نه هم زموږ پر اړیکو اغېز وکړي.”
“په دې یوه کال کې پاکستان کې نظر بدل شوی دی. اوس دوی پوهېږي چې نړۍ نوره تېره نړۍ نه ده. اوس دا وخت راغلی چې د افغانستان په تړاو موږ خپل سیاست او سیاسي نظر بدل کړو.د افغان ولسمشرد دفتر مخکني رییس عمر داودزي په ویاړ سره وویل چې د کابل-تهران د اړیکو بنسټ د هغه د ماموریت پرمهال اېښودل شوی، چې په وینا یې همدا ده چې نن د نړیوالو سیاسي او سیمه ییزو توپانونو په امان کې دی.
اسلام اباد کې د افغانستان استازی په دې باور دی چې دا ځل به د تهران تجربه هم له پاکستان سره تکرار کړي.افغانستان کې دا نظر په ډېرېدو دی، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.د افغانستان سفیر وايي چې “که څه هم د پاکستان دولت کې ځینې کړۍ طالبان د خپلې ستراتیژيکې پانګونې په توګه پېژني، خو دوی دا هوډ نه لري چې د زور له لارې دې طالبان بشپړ واکمن شي.”ښاغلی داودزی په داسې حال کې چې درې افغان سلاکاران یې له څنګ سره ناست وو، وویل چې “په دې یوه کال کې پاکستان کې نظر بدل شوی دی. اوس دوی پوهېږي چې نړۍ نوره تېره نړۍ نه ده. اوس دا وخت راغلی چې د افغانستان په تړاو موږ خپل سیاست او سیاسي نظر بدل کړو.”پاکستان له کلونو افغانستان کې د افغان خاورې په ستراتیژيکې نیونې تورن دی، او دا تور هم پرې لګېدلی چې کابل کې داسې حکومت غواړي چې د پاکستان لوېديځه پوله ترې خوندي وي.
ددغه افغان دپلومات په باور، دا سیاست نور بدل شوی دی، خو پاکستان په سیاسي بهیر کې د طالبانو د ګډون پلوی دی.په داسې حال کې چې ناټو په شیکاګو کې د سرمشریزې لپاره تیاری نیسي، خو پاکستان چې له ناټو بهر د یوه اصلي متحد په توګه یادوي، دغې غونډې ته بللی دی.ښاغلی داودزی زیاتوي، چې د ناټو سرمشریزه کې د پاکستان د استازو شتون یا نشتوالی د افغانستان پر وضعیت کوم اغېز نه لري، خو که پاکستان ګډون ونه کړي، پخپله زیان یې تمامېږي:دغه افغان دپلومات دا هم وايي چې حامد کرزی به د دغه پلویانو ته د یوه “ملي مشر” په توګه پاتې وي.”پاکستان د امریکا په اند د ناټو له تړون یو وتلی مهم متحد دی. که چېرې د شیکاګو کنفرانس کې پاکستان ګډون ونه کړي، له ناټو سره به یې ټول اړیکي تر پوښتنې لاندې راشي.”په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته نژد دوه کاله پاتې دي، ځینو سیاسي ګوندونو سر له اوسه دغو ټاکنو ته هلې ځلې پیل کړې دي.په پام کې ده چې دا ټاکنې په ۲۰۱۴ کال کې وشي، خو په دې ټاکنیزو سیالیو کې اوسنی ولسمشر حامد کرزی ددرېیم ځل لپاره ګډون نه کوي.اوس د ځینو افغان ګوندونو سیاسي ایتلافونه ډېر شوي، خو ښاغلی داودزی وايي چې د ولسمشر ملاتړې او وفاداره ډله به خپل کاندید ولري.دغه افغان دپلومات دا هم وايي چې حامد کرزی به د دغه پلویانو ته د یوه “ملي مشر” په توګه پاتې وي.

Copyright Larawbar 2007-2024