سرپل:سيلابونو لس زر کسه بې کوره او ۲۲ تنه وژلي دي
تیره ورځ، سختو اورښتونو او سیلابونو د سرپل ولایت په مرکز کې ۲۲ تنه ووژل او ۱۰،۰۰۰ تنه یی نور له خپلو کورونو بې ځایه کړل چې اوس مهال په موقت ډول په مسجدونو، ښوونځیو او نورو دولتې ودانیو کې ځای پر ځای سویدي. دغه اورښت چې ۲ ساعته یي دوام وکړ د سرپل مرکز ۸۰٪ ودانۍ تخریب کړیدي. د والي ویاند عبدالفرید په حواله، ۸ ژغورنکې ټیمونه و ساحی ته لیږل سوي دي تر څو د متاثره سوو کسانو سره مرسته وکړي. د یادوني وړ ده چې ۵۰ تنه تر اوسه لادرکه دي چي د موندلو هڅي یي رواني دي.
د رواني میاشتي په شروع کښې هم ورته سیلابونو د سرپل ولایت د دیمردان او سنګچرک په سیمو کښې ۲۷ تنو ته، چې د واده په مراسمو بوخت وه، مرګ ژوبله واړوله.