کور / خبرتیا او پيغامونه / د حسيبه شهيد پر مړينه د آصف ننګ پيغام

د حسيبه شهيد پر مړينه د آصف ننګ پيغام

د ارواښادې حسيبه شهيد دمړينې په اړه د پوهنې وزارت مرستيال محمداصف ننګ دخواخوږۍ پيغام

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړو چې تکړه ژورنالیسته ، لیکواله او دهېواد یوه نوم وتې څيره مرحومه حسيبه شهيد د هېواد څخه لرې په چک جمهوریت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ساه ورکړه.

انالله و انا الیه راجعون.

اغلې حسیبه شهېد د ژورنالیزم، د بیان دازادۍ د تحقق او دعامه ذهنیتونو په روښانه کولو کې کې او هم یې د خپلو خلکو د ستونزو د ریښتني انځور په منعکس کولو کې په هېواد دننه او بهر نه هیریدونکي هلې ځلې ترسره کړي. د نوموړې مړېنه دبیان ازادۍ د تحقق، غوړیدلي ژورنالیزم د پرمختګ، دفرهنګي کهول، د ژورنالیزم دلارویانو او په ځانګړي ډول دخویندو لپآره نه جبرانیدونکې ضایعه او تشه ده.
زه دنوموړې کورنۍ، دازادۍ راډیو کارکوونکو او فرهنګي کړیو سره په دغه ستر غم کې ځان شریک کڼم ، د ستر څښتن تعالی (ج) دلوی دربار څخه ارواښادې ته دفردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوم.

روح یې ښاد
محمد اصف ننګ
دپوهنې وزارت مسلکي اوتخنیکي مرستیال