کور / خبرتیا او پيغامونه / دپښتو کتابونو دلوست مینه والو ته !

دپښتو کتابونو دلوست مینه والو ته !

بسم الله الرحمن الرحیم



دسلطان محمد فاتح  کتاب  په ښکلي صحافت  خپور شو .
داستاد قریب الرحمن سعید دپښتو ژباړو او لیکنو په لړ کې دا  شپاړسم  کتاب دې  چې په  ۵۶۶  مخونو کې په  نوي صحافت سره              
چاپ او دپیغام دخپرندویه  مرکز  له اړخه   خپور شوې دې : پخپله  دروند استاد ددي کتاب  دژباړې  په سرلیک کي داسي لیکي:
ددی  تاریخی داستان   په اړه :
که څه هم  دا کتاب  په څرګنده توګه د یوه داستان  په شکل  لیکل شوی ، اولیکوال  یی هڅه کړی  چی  تاریخي پیښی په کی  داسی را ونعاړي  چی لوستونکی یی  هم  د لوست څخه او هم د تایخي پیښو څخه  پوره پوره ګټه پورته کړای شي ، خو په حقیقت کی دا  همغه تاریخ  دی چی  اوس  هم د شکل او بڼی په بدلون  سره په اسلامی هیوادونو کی تکراریږی .
سلطان محمدخان فاتح  دهغو مسلمانو ، ویاړلو حکمرانانو څخه  دی  چی  عیسویانو ته یی په خپل مرکز  قسطنطنیه کی ماتی  ورکړه  او قسطنطنیه یی په استنبول (اسلام بول ) باندی  بدله او د اسلامی  خلافت   یوه برخه وګرځوله .
دسلطان محمدخان سوبه  ټول اسلامی امت  ته یو درس دی . دعزم ،میړانی  ، استقلال او هوډ  درس .   دزرګونو کالو تاریخ  لرونکی  قسطنطنیه   په استنبو له  باندی بدلول دا ډاګیزه کوی چی  که چیری په اسلامی امت کی یووالی ، عزم او استقلال  وی  نوکولی شي صلیبیان  که هر څومره  په  وسلو  سنبال  هم وی  دماتی سره مخ کړی  .
دسلطان محمد خان فاتح  عزم  د اسلامی  ډلو ټپلو مشرانو ته  هم یو درس  دی ، او هغه داچی  دصلیبیانو دمترکو  لاندی د راتلو په ځای  که دعزم او هوډ  خاوندان  شئ نو صلیبیان به په خپله ستاسو  تر متروکی لاندی  راځي .
دا باید په ډاګه وی  چی سلطان محمدخان فاتح  د عثماني  امپراطورۍ اتم  ځوان  سلطان دی ، اودغه کورنۍ  په اصل کی افغان  ترکان  وو  چی هغه وخت  یی  دافغانستان (خراسان ) څخه د چنګیزیانو د وحشت  له ویری   د خپلو کورنیو سره  یو ځای سوریی ته اوبیا  ترکیی ته  لیږد کړی  و او هلته  یی دخپل اتحاد او  یووالی په واسطه  ستره امپراطوري  جوړه کړه  چی نژدی شپږسوه کاله یی   د  نړۍ په یوی ستری  برخی حکومت وکړ.
اروپا ته اسلام   دهمدی  عثمانی  حکمرانانو (افغانی ترکانو)   له خوا  راوړل شوی  خو نن  افغانانا د خپلمنځی اختلافاتو په  لومه کی داسی را نغښتی چی هر غلام پری  حکمرانی کوی .
دا داستان  د افغان  ولس  له پاره  ځانګړی  درس  لری .  ځکه زمونږ دولس  تاریخ  دا ډاګیزه کوی چی افغانانو هم د هند په ستره وچه  او هم  په  اورپایی  هیوادونو په مختلفو شکلونو  سره  حکمرانی کړی ده  ، او شونی  ده  چی دخپل  اتحاد  او یووالی په اساس  به که خدای کول  یو ځل بیا  د نړۍ د یوه غښتلی اسلامی هیواد په څیر  راڅرګندیږی .
دهغی ورځی په هیله،
قریب الرحمن سعید
دادې مونږ دا کتاب خپلو درنو مینه والو ته  په ډیر درنښت سره وړاندي کوو .
دا باید ډاګیزه وي  چې دا کتاب د لروبر په بریښنایی پاڼه کي په لاندي ادرس په لیکه شوي  هم دې  ، لوستونکي کولې شي  دا تاریخي کتاب هلته  هم  ډاون لوډ او ویی لولي .
http://www.larawbar.net/detail.php?id=28890
په پښتنې مینه