د روزګان خلک وايي امنيت ښه دی خو بيا رغونه پڅه ده

د لراوبر اداره | جون 1st, 2012


دارزګان ولایت اوسیدونکي اوولایتي شوراپدغه ولایت کي امنیت د ډاډوړبولي خودمرکزي اداري دنه پاملرني له امله دبیارغوني دټکني حالت څخه اندیښنه ښيي .دوي وایی په سیمه کی دبیا رغوني څرک نه ترسرګوکیږي .خو دکلیواوپراختيا چارواکي بیاپه دغه ولایت کی خپل رغینز کارونه په نثبي ډول ښه بولي .
 
دارزګان دولایتي شورا رئیس محمدابراهیم اخندزاده وایی پدغه ولایت کی امنیت دپخوا په پرتله ښه شوی خو دبیا رغوني کارونه پکی ټکني دی . دهغه په خبره ارزګان دافغانستان یودمهموولایتونوڅخه بلل کيږي او پرمرکزاداري په نیوکي سره وایی باید دغه سیمي ته دبیا رغوني دکارونولمړیتوب ورکړل شی .


دسیمه یوشمیر اوسیدونکی هم اوسمهال دسیمه امنیت  ښه بولي اوزیاتوی چی بریدونه اوچاودني کمي شوی خوولی پرمرکزی اداره نیوکه کوی چی ودی ولایت ته دبیارغونی په برخه کی پاملرنه نه کوی
 


په ورته وخت کی ددغه ولایت داکلیوپراخیتااوبیارغوني رئیس انجینر هاشم وایی دامهال په ترینکوټ ښار اوولسوالیوکی یوشمیر رغنیزي پروژي ترلاس لاندي لري .نوموړي وایی دسیمه دبیا رغوني کارونه دومره پڅ هم ندي لکه څومره چی یی خلک یادونه کوي.



د يادوني وړ ده چي په روزګان ولايت کي له امنيتي اړخه په دې وروستيو کي د پام وړ ښه والی راغلی او خلک يې له مرکزي دولت او مرستندويه ټولنو په دې ولايت کي د ښووني او روزني ، روغتيا او کارموندني په برخه کي د بيا رغوني د پراختيا غوښتنه کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024