ډي . ډي . ټي یعنی څه ؟ اوله برخه
بسم الله الرحمن الرحیم ـ په افغانستان او نړۍ کی د « ډی . ډی . ټی » پوډرو د حشراتو د وژلو لپاره ډیر شهرت درلود . د دې کیمیاوی مادې نوم ( ډای کلورو ـ ډای فینایل ـ ترای کلورو ایتان ) دی چی مخفف یې هماغه ( ډي . ډي . ټی ) دی . که دغه درې مرکبات د کیمیاوی عملیې په ذریعه سره ګډ کړو ، نو یو ډول پوډر به ورڅخه جوړ سی چی د زهرو ( سمومو ) غوندی د حشراتو د محو کولو لپاره استعمالیږی .
په هر صورت ، آیا پوهیږﺉ چی یو نوی « ډی . ډی . ټی » هم ایجاد سوی دی چی د انسان او اسلام پر ضد د زهرو غوندی کارول کیږی ؟ نو راځی چی دا نوی « ډی . ډی . ټی » وڅیړو . په دغه « ډی ډی ټی » کی هم درې مرکبات شامل دي چی د انسانی ټولنې خصوصأ اسلام پر ضد د زهرو ( سموم ) غوندی مضر ثابتیږی .
د دې زهرو درې مرکبات هماغه « دیموکراسی » ، « ډرګ » او « تروریزم » دی چی د دغو مخففات هم « ډی . ډی . ټی » دی . په دغه مبحث کی د هغه پر اول جز یعنی « دیموکراسی » باندی لنډه روڼا اچوو او دوه نور اجزأ به یې په راتلونکو مبحثونو کی انشاالله وڅیړو .
دیموکراسي بشری ټولنو خصوصأ اسلامی ټولنی ته د ګټو په نسبت زیانونه ډیر پیښ کړي دي . هر څوک ښه پوهیږی چی دیموکراسی د ننني عصر د غوښتنو له مخی انسانی ټولنو ته یو څه آسانتیاوی او ظاهری امتیازات لورولي دي . د بیلګې په توګه د بیان ، مطبوعاتو او انتخاباتو آزدي ، فردی او جمعی آزادي ، او نور چی د منلو قوانینو ، ضوابطو او میثاقونو په دننه کی درج او وړاندی سوي دي . خو د یادونی وړ مهم ټکی دا دی چی د « دیموکراسۍ » د کلمې او مفهوم څخه عمدتأ د سِکې صرف یو مخ یا ظواهر ډیر کتل کیږی ؛ یعنی د یوې مؤسسې ، یوې وسیلې او یوې سیاسی اصطلاح په توګه ډیره را معرفی کیږی نسبت د هغې بل مخ ، بطن ، محتویاتو ، ناوړه پایلو او انجام ته .
له دې حقیقته څوک سترګی نسی پټولای چی دیموکراسی د هغې د محدودو ظاهری ګټو د لرلو سره سره لوی او خطرناک زیانونه هم لری چی د لویدیځو ټولنو چلونکي ، سیاست وال او متنفذین یې د خپلو ځانی منافعو یا مؤکلینو د ګټو له امله په باک نه راوړی . نو ځکه لازمه ده چی د لویدیځ په « دیموکراتیکو » ټولنو کی د دیموکراسۍ ګټی او زیانونه مختصرأ وشنو او د اسلام سره یې لنډه پرتلنه وکړو .
لومړی ـ د لویدیځ اقتصاد او سپما عمومأ پر « سود » ولاړه ده او همدا سود دی چی د دیموکراسی هېوادونو مالی او پولی سیسټم ته جوړښت ، ټینګښت او رغښت وربخښی . خو اسلام سود په تمامه معنی او مطلقأ منع او حرام کړی دی .
دوهم ـ په خوښه زنا او فحشا د لویدیځی دیموکراسۍ یو حتمی او لازمی جز دی . آن ویل کیږی چی د دیموکراسۍ د بهترینو لاسته راوړنو څخه یو هم زنا او فحشا ده . لاکن دغه پست ، حیوانی او غیر انسانی عمل په اسلام کی له سره منع او حرام دی او کړونو ته یې سخته سزا ورکول کیږی .
درېیم ـ د لویدیځ ټولنیز اخلاق د دیموکراسۍ د یو مهم رکن په توګه پر شرابو ولاړ دی . د شرابو استعمال او څښل یو خورا عادی کار دی او د غربی ټولنی فرد فرد چی په دیموکراسۍ سره ملبس دی ، هره ورځ د شرابو سره لګیا وی . ولی اسلام د شرابو تولید ، استعمال ، رانیول او خرڅول ټول حرام کړي دي .
څلورم ـ لویدیځه ټولنه په عجله او تراټو سره د لواطت او همجنس بازۍ خوا ته ځغلی ، او دا هم د دیموکراسۍ یو تازه غوړېدلی ګل بولي . هیڅ محکمه ، قانون او کلیسا د « ګې » او « لزبن » یعنی د حیوان څخه هم د دغه پست عمل مخه نسی نیولای او هغه ورځ تر بلی پراخیږی . خو اسلام دغه غیر انسانی او غیر حیوانی رذیلانه عمل مطلقأ حرام کړی دی او هغه یې د ټولنې د هلاکت او فلاکت عامل بللی دی .
پنځم ـ لویدیځه ټولنه د ډول ډول قمارونو او لاټرۍ ګانو څخه ډکه ده چی هغه د دیموکراسۍ د مهمو لاسته راوړنو او ارکانو څخه بولی . لویدیځی ټولنی او پخپله دیموکراسي د قمار او لاټرۍ سره غوټه سوي دي ؛ خو اسلام دا اعمال منع کړي دي .
شپږم ـ « جنسی ملګری » او د نورو سره د نامشروع جنسی روابطو لرل د لویدیځی ټولنی د نه بېلیدونکی جز او د دیموکراسۍ د اصیلو اصولو څخه ګنل کیږی . د نرینه جنسی رفیق ( یعنی بوای فرینډ ) او ښځینه جنسی رفیق ( یعنی ګرل فرینډ ) شتون د نننۍ دیموکراسۍ یوه لایتجزا برخه ګرځېدلې ده . والدین هیڅکله نسی کولای چی خپل اولادونه د قانونی سن تر بشپړېدو وروسته د نورو سره د نامشروع جنسی اړیکو څخه راوګرځوی . دا کار نن د غربی دیموکراسۍ اساسی لاسته راوړنه او یوه عادی خبره ګنل کیږی . خو اسلام هر ډول نامشروع جنسی اړیکی او غیر اخلاقی روابط شدیدأ منع کړي دي .
اووم ـ دیموکراسی همدا راز د سیاست ، ټولنی ، اقتصاد ، بیمې ، قضا او عدل ، اکثریت او اقلیت د مسایلو له مخی هم د اسلام سره سمون نلری او د شرعیت سره په زیاتو برخو کی ټکر لری چی یو اوږد او بېل بحث دی .
خو ډیره مهمه او بنسټیزه خبره دا ده چی داسی نسی کېدای چی د « دیموکراسي » څخه ځنی برخی د متاع په توګه انتخاب سی او هغه اسلامی ټولنی ته د اجناسو غوندی وارد کړه سی . په دغسی حالت کی به اړونده دیموکراسي نیمګړې آن معیوبه وی . همدا علت دی چی د غرب څخه دغه وارداتی متاع په اسلامی ټولنو کی تطابق نلری او همیشه یې شخړی ، ټکرونه او د وینو ویالې رامنځته کړي دي چی له امله یې اسلامی ټولنه نوره هم متفرق او منفلق کړې ده . ځکه نو ویلای سو چی یوه ښځه په ځینو دیموکراسي هېوادونو کی پوهنتون ته لوڅه تللای سی خو د حجاب سره اجازه نلری ! والسلام ( ن . صمد )