کور / سپورټي / لاهور:د څلورو هيوادونو د بيسبال سيالۍ پيل سوې

لاهور:د څلورو هيوادونو د بيسبال سيالۍ پيل سوې

په لاهور کې د افغانستان په شمول د بیسبال د څلور ملکي جام مسابقې پيل شوې
 
نن د مارچ په ۲۴مه په لاهور کې د افغانستان، ایران، پاکستان او سري لنکا د لوبډلو ترمنځ د بیسبال د سویل لویدیزې اسیا لسم جام ۲۰۱۲ مسابقې پيل شوې. لمړنۍ مسابقه د کوربه پاکستان او افغانستان د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دواړو خواوو په زړه پورې لوبه وکړه خو په پاې کې د پاکستان لوبډله بریالې شوه.
د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو د پيل په دغه مراسمو کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت کلتوري استازي زردشت شمس د مشر میلمه په حیث ګډون وکړ. ښاغلي شمس د پاکستان د بیسبال فيدراسیون څخه مننه وکړه چې د افغانستان لوبډله يې دعوت کړې او ټولې لازمې اسانتیاوې يي ورته برابرې کړي. همداراز يي د افغان لوبغاړو سره هم ولیدل او ددوۍ لوبه يي وستایله.
 
په پاې کې د پاکستان د بیسبال فيدراسیون سکرتر جنرال ښاغلي خاور شاه ښاغلي شمس ته د یاد فيدراسیون یو یادګاري شیلډ ډالې کړ.