په ښوراوک ولسوالي کي ٥٠٠٠ ماينونه ونيول سول
کندهار افغانستان- افغان سرحدي پوليسو د کندهار ولايت په ښوراک ولسوالي کي تېره شپه ٥٠٠٠ پرسونل ضد ماينونه چي د وسلوالو لخوا لېږدول کېدل ونيول.
ياد ماينونه په ٢ ټراکټورونو کي بار سوي ول چي د ښوراوک ولسوالۍ د ځالي په سيمه کي د افغان سرحدي پوليسو لخوا د کمين پرمها ونيول سول.
په دغو ټراکټورونو کي د ماينونو ترڅنګ ٢٠٠ عدده پټاکۍ او ٢٠٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم بار ول چي هغه هم د پوليسو لخوا نيول سوي او هلته ورته چاودني ورکول سوي دي.
د ټراکټرونو چلوونکو له پوليسو سره مقاومت کړى چي دواړه همالته وژل سوي او مړي يې پوليسو له ځان سره ولسوالۍ ته وړي دي.
ښوراک ولسوالي د کندهار ښار سهېل لوېديز لوري ته د پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالي ده چي ډېر وختونه ورته له همدې هيواده وسلوال د ورانکارو کړنو لپاره راځي.