روزګان: سناتور حاجي خيروجان ووژل سو
د روزګان ولایت د مشرانو جر ګی د تیری دوری سناتور حاجی خیرو جان نن دروځی د یوبجی په شاوخوا کی د مرکز ترینګوټ ښار د یک په سیمه کی هغه وخت په شهادت ورسیده چی د سپرلی په موټر یی د سړک د غاړی ماین وچاودیده
په دغه پیښه کی یو تن بل قومی مشر او د سناتور حاجی خیرو جان دری تنه ستاونکی پولیس هم په شهادت رسیدلی دی
د روزګان والی محمد عمر شیرزاد د خدای بخښلی سناتور حاجی خیرو جان په شهادت ډیر خواښینی شوی دی ، او وایی چی دا کار د وطن سولی او ملی وروری دښمنانو لخوا ترسره شویدی
د ښاغلی شیرزاد په خبره چی سناتور خیروجان د رزوګان ولایت یو مخکښ قومی مشر وو چی همیشه به یی په دغه ولایت د پرمختګ او بیاجوړه ونی ترڅنګ یی تل دا هڅه کول چی د ملی روغی جوړی د لاری په روزګان ولایت د ولسونو ترمنځ یوالی رامنځ ته شی
دوالی محمد عمر شیرزاد په خبره چی ددغه سناتور شهادت د روزګان ولایت ټول ولس ته یوه لویه ضایع ده ، دښاغلی خیروجان د شهادت له امله یی ددغه ولایت ټول ولس او د خدای بخښلی کورنی سره دخپلی خواښینی مراتب څرګنده وی
د والی په خبره چی هغه دری ته پولیس او یو بل تن قومی مشر حاجی شراف الدین شهادت یی هم په کلکه وغانده چی نن ورځ د خپل مشر سناتور خیرو جان سره یو ځای په شهادت رسیدلی دی