کور / سپورټي / کرکيټ: آيرلنډ له افغانستان څخه لوبه وګټله

کرکيټ: آيرلنډ له افغانستان څخه لوبه وګټله

نن د شنبې په ورځ د افغانستان او آيرلنډ هيواد د ملي لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کي لوبه ترسره سوه چي افغانستان تر اتو برياوو وروسته خپله لومړۍ لوبه وبايله.
افغان کپتان نوروز منګل پچه وګټله او د بيټينګ پرېکړه يې وکړه.
د افغانستان دوه د سر منډي جوړوونکي کريم صادق او جاويد احمدي يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل، خو محمدشهزاد ٧٧ منډي وکړې.
افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډي جوړي کړې.
د آيرلنډ لومړى لوبغاړى يو ځل بيا د دولت ځدراڼ له خوا په اول بال باندي اوټ سو.
دولت ځدراڼ د آيرلنډ درې او افتاب عالم دوه لوبغاړي وسوځول، خو آيرلنډ وتوانېدئ چي د افغانستان ټاکل سوى هدف په نونسم اوور کي پوره کړي او د اتلولۍ مقام ته ورسېږي.
افغانستان او ايرلنډ دواړو د ٢٠١٢ کال شل اووريز نړۍ وال کپ ته لاره پيدا کړه، چي افغانستان به په (ب) ګروپ کي له هندوستان او انګلستان سره لوبه کوي او آيرلنډ به په الف ګروپ کي له اسټراليا او ويسټ انډيز سره لوبي وکړي.