کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان نن له آيرلنډ سره لوبه کوي

کرکيټ: افغانستان نن له آيرلنډ سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله به نن ماښام د افغانستان پر وخت شپږنيمي بجې د آيرلنډ له هيواد سره پايلوبه ترسره کړي.
افغانستان او آيرلنډ دواړو نميبيا هيواد ته ماته ورکړه او د ٢٠١٢ کال شل اووريز نړۍ وال کپ کي يې د ګډون حق ترلاسه کړ.
د نن ورځي لوبه نه يوازي دا چي ګټونکى ټيم د روان ټورنمنټ اتلولۍ ته رسوي، بلکي په نړۍ وال کپ کي د ګډون سرنويشت يې هم ځني معلومېږي.
که د نن ورځي لوبه هر هيواد وګټي په نړۍ وال کپ کي به په (الف) ګروپ کي له اسټراليا او ويسټ اينډيز سره لوبېږي او بايلونکى طرف به په (ب) ګروپ کي له هندوستان او انګلستان سره لوبېږي.
د ډېرو په ګومان د افغانستان دپاره د نن ورځي لوبي ګټل ډېر مهم دي.
بايد وويل سي چي د ٢٠١٠ کال د ورلډکپ دپاره هم د افغانستان او آيرلنډ ترمنځ مسابقه سوې وه چي افغانستان ګټلې وه.

افغان لوبډلي ته له خداىه برياليتوب غواړو.