د سيمي استخباراتي کړئ او د هېواد اوسنی حالت
دا حقيقت چې هېواد مو د سيمې له يو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول (هند، روسيې، ايران او پاکستان) د استخباراتي جګړو ډګر ګرځيدلی له هېچا څخه پټه ندی، دا هېوادونه په هره بڼه غواړي د هېواد اوسنی نظام او اداره بدنامه کړي، هره ورځ نوي نوي پلانونه او طرحې جوړوي، چې څنګه کیدای شي، په افغانستان کې د روانو پرمختګونو لاره ونيول شي، څنګه کيدای شي، افغان ماسوم بچي د زده کړو څخه بې برخې پاتې شي، او څنګه کېدای شي، هغه اشخاص او افراد له پښو وغورځول شي، چې هېواد ته يې د خدمت لپاره مټې بډوهلې وي، د سيمي استخباراتي ادارو نه يوازې دا چې په ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت، مطبوعاتو کې خپل نفوس کړی بلکه په وزارتونو، مستقلو ادارو، ولسي او مشرانو جرګو کې هم خپل پراخ نفوس لري، تېره اونۍ ثابته شوه، چې ايران په ولسي جرګه کې نږدې اويا غړي لري، او دا هغه اشخاص دي، چې د ایران لخوا ورته مالي امکانات ورکول کيږي، د ټولو امکاناتو په مقابل کې ترې ایران يوازې او یوازې يو هدف ترلاسه کولو غواړي (په افغانستان کې د ايران د ګټو خونديتوب)، دا يوازې ایران ندی شايد وخت په تېریدو سره په ادارو او یادو جرګو کې د هند، روسيې او پاکستان غړي هم تثبيت شي.
دوه اونۍ وړاندې د ملي امنيت په خپل يو ګزارش کې د ټولو رسنيو په مخ کې په ډاکه کړه، چې يو شمېر رسنۍ د پاکستان له استخباراتي ادارې يا ای ايس ای لخوا تمويلېږي چې یوازې يې د شمشاد او ژوندون تلويزيونونو نومونه یاد کړل، په رسنيز ډګر کې کومې رسنۍ د کوم هېواد له استخاراتي کړيو سره لاس لري، دا هم وخت غواړي ترڅو تثبيت شي.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ملي امنيت ادارې په خپل يو بل ګزارش کې وويل، ځینې داسې اشخاص يې نيولي، چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره يې کار کوه او ادارو پټ رازونه به يې ای ايس آی ته افشا کول، دلته هم وخت ته ضرورت دی، ترڅو هغه اشخاص او چارواکي په ګوته کړي، چې څوک د کوم هېواد له استخباراتي کړيو سره لاس لري.
دا کړئ په هېواد کې د روانو پرمختګونو د مخنيوي لپاره د هرې ممکنې لارې کار اخلي، ځيني هغه لارې چې ممکنې نوي دوی هغه هم د پيسو په زور ممکن کولای شي، د پښتو يو مشهور متل دی، چې پیسې غرونه سوري کوي، او بيا خو دا هېوادونه له کوم اقتصادي مشکل سره هم ندي مخ.
تېره موده مې په يو بريښنايي (وېب پاڼه) کې ولوستل چې د محلي ارګانونو په اداره کې د دغه ادارې معين فريدمامونزی او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبار قهرمان د سيمي له يو هېواد استخباراتي کړۍ سره لاس لري، هماغه کړۍ لخوا مامونزی او قهرمان سره نږدې کړي ترڅو په هلمند ولايت کې د روان پرمختګ چې پخوا د تروريستانو او ورانکارو ځاله بلل کېده او اوس پکې حالت نسبتاً ښه شوي، والي يې لري او پرځای يې بل څوک وګماري، ويل کېږي چې د قهرمان لخوا روانې مظاهرې هم سياسي اړخ لري، او کومه ملي او ياهم د هلمند ګټو ته ژمنې مظاهرې نه دي، قهرمان په ځينو رسنيو او مظاهرو کې د محلي ارګانونو د ادارې او ولسمشر حامدکزري څخه غوښتې چې نور ګلاب منګل له هلمند څخه ليرې او پرځای یې بل څوک د والي په توګه راولي.
پورته ياد شوي ژوندي مثالونه دي، چې تر اوسه افشا شوي، د سيمي استخباراتي کړئ نه غواړي هېواد مو آرام او پرمختللی وسي، که چيرته موږ د تېرو کلونو سره اوسنی افغانستان پرتله کړو يو شمېر پرمختګونه مو په نظر راشي، چې د پټېدو نه دي، خو دا واقيعت هم بايد ومنو څنګه چې لازمه وه هېواد هغه شان پرمختګ ونکړو، په خانګړي ډول په پښتون ميشته ولاياتونو کې، ځکه پدغه ولاياتو کې ځيني چارواکي (ولسي جرګې) غړي د سيمي له استخباراتي کړيو سره لاس لري او د هغوئ په اشاره هر هغه څه کوي، چې د پاکستان او يا ایران په کې ګټه او د افغانستان پکې تاوان وي.