روزګان: ۳ ځانمرګي او ۲ وسله وال نيول سويدي
دروزګان پولیس پدغه ولایت کی دتیرودریوورځو په عملیاتوکی ددریوځانمرګو بریدګرواودوه نورووسله والوطالبانودنیولووخبرورکوي .چارواکی وایی دغه عملیات په یوازي سر دپولیسولخوا دنوموړي ولایت دمرابات اوسرمرغاب په سیموکی ترسره شوی دی .طالبانوتراوسه پدی اړه څه ندی ویلي .
دروزګان ولایت دامني قوماندانۍ ویاند فرید عایل وایی دتیرودریووځوراپدی خواددغه ولایت په مرابات اوګزاب سیموکي دپولیسولخوا په ترسره شویوعملیاتوکی دري ځانمرګي بریدګر اودوه وسله وال طالبان دوسلواوواسکټونوسره یوځای نیول شوی دی.نوموړي زیاتوی چی نیول شویوکسانوپه خپلوجرمنواعتراف کړی اوویلي دی چی دسیمه په ورستیوامنیتي پیښوکی لاس لري .
نیول شوی کسانو هم درسنیوپه وړاندی اعتراف وکړ چی پدی وروستیو بریدونو کی ددوی لاس وی او پردی ډول یی وړاندي کړ.
وسله والوطالبانوتراوسه دنیول شویوکسانوپه اړه څه ندي ویلي خو په خاص روزګان اودیراود ولسواليوکی دماین په چاودنوکی دلسوپولیسودوژولوادعاکوي چی چارواکی یی نه مني .
روزګان یوله هغه ولایتوڅخه شمیرل کیږي چی اکثره مهال پکی ددولتي سرتیرواووسله والوطالبانوترمیځ نښتی رامینځته کیږي .دا ولایت که څه هم اوسمهال چارواکی په نثبي ډول دامنیت په برخه کی ښه بولي خوبیا هم ځيني وختونه تري دجنګ اوجګړو رپوټونه ترلاسه کیږي او دچارواکو په خبره اوس دټولو ولسوالیو لویی لاری یی دترافیکو پرمخ خلاصی کړی دی.