کور / تازه خبرونه / پکتيا: د وړممې ولسوالۍ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتيا: د وړممې ولسوالۍ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتيکا ولايت امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چې افغان ګډو ځواکونو تيره شپه د ځينو کشفي راپورونو پر اساس د وړممې ولسوالۍ د ملاکشمير په سيمه کې عمليات ترسره کړيدي چې په پايله کې يې د دولت پنځه تنه وسلوال وژلي او ناڅرګند شمير يې ټپیان کړي دي .
ځدران وويل چې يادې ډلې په سيمه کې د عامو خلکو د ځورولو پلان درلود، خو افغان ګډو ځواکونو په ياده ډله عمليات ترسره کړل، پنځه تنه وسلوال يې ووژل او ناڅرګند شمير يې ټپیان کړل چې په سيمه کې تر دې دمه دې ټپیانو د نيولو په موخه کلکې هڅې روانې دي .
د نوموړي په ويڼا له يادې ډلې لس موټرسایکلونه، اته د راکټ ګولۍ، دوه ميله کلاشنکوفونه، دوه مخابرې او يو شمیر نور چاودېدونکي توکي او مهمات افغان ګډو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي، د ځدران په وينا په سيمه کې افغان ګډو ځواکونو او يا هم ملکي وګړو ته هيڅ کوم زیان ندی اوښتی .