کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٣م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٣م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٣ سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٩١:- څوک چي د مسلمان امير اهانت او سپکاوى کوي الله پاک جل جلاله به هغه ذليل کړي.
٢٩٢:- د حيا نتيجه او ثمره تل ښه وي.
٢٩٣:- شهيد ته پرته د پردي کس له پوره نوره هره ګناه ور وبخښل کېږي.
٢٩٤:- چا چي چوپتيا غوره کړه هغه خلاصون پيدا کړ.
٢٩٥:- څوک چي د الله پاک جل جلاله له پاره تواضع او عاجزي وکړي ، الله جل جلاله به ئې سرلوړى او عزتمند کړي.
٢٩٦:- ساده ژوند کول د ايمان نښه ده.
٢٩٧:- کم قوم چي په قران کريم عمل وکړي، الله جل جلاله له به ئې سرلوړى کړي ، او کم قوم چي عمل نه په کوي هغه به ذليل او سپک کړي.
٢٩٨:- ښه رزق هغه دئ چي په لاس وګټل سي.
٢٩٩:- په حرام مال کي برکت نه وي.
٣٠٠:- چا چي د امير له امره سرغړونه وکړه، هغه زما له امره سرغړونه وکړه او چا چي زما له امره سرغړونه وکړه هغه د الله پاک جل جلاله له امره سرغړونه وکړه.
نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هِوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هِواد کي وي.