کور / سياسي / د شیکاګو کانفرانس ( د واحد فقيري ليکنه)

د شیکاګو کانفرانس ( د واحد فقيري ليکنه)

د شیکاګو غونډي یوه مسله ښه روښانه کړه او هغه داچي امریکا او ناټو له افغانستان څخه د ژر وتلو فیصله کړې ده.  او هغو کسانو چي د امریکا وتل نه منل ، دا خبري يې ټوکي ګڼلې، او چین، ایران او ستراتیژیکي ګټي يې بیانولې، هغوی باید سمدستي د یوې نوي دسیسيي تیوري د پينه کولو  بند و بست وکړي.  ښاغلي اوباما د کرزي صاحب سره په ګډه مطبوعاتي ناسته کي وویل: تر هغه ځایه چي په موږ پوري اړه لري له ۲۰۱۴ ها خواته د افغانستان جنګ زموږ لپاره ختم دی.  د ۲۰۱۳ له نیمايي څخه را وروسته به د افغان پوځ  د محاربوي عملیاتو مشرتوب کوي. د شیکاګو اعلامیه وايي:  له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د راوتلو تصمیم « نه بدلېدونکی» دی.   حامد کرزي د سي ان ان سره پخپله جالبه مصاحبه کي وویل:   موږ د خپلو امنیتي مسولیتونو  بشپړ اخیستلو ته چمتو یو، او غواړو چي تر تقسیم اوقات مخکي امنیتي مسولیتونه افغان حکومت ته انتقال کړو.  هغه وويل:  موږ حاضر يو چي د ملا عمر سره خبرو ته کښېنو. خو طالبانو پخپلي اعلامیې کي د شیکاګو غونډه «تکراري او نمایشي» وبلله، او د باراک اوباما او حامد کرزي هلي ځلي يې غولونکي وبللې.


په هر حال، شیکاګو ته د اصف علي زرداري تګ په دوکه او خپګان کي وسو.  د کانفرانس تر اخرو ورځو  پوري ګومان دا وو چي پاکستان به شیکاګو ته دعوت نه سي، خو  بالاخره زرداري ته ټیلفوني بلنه ورکړه سوه، او هغه هم عاجل ځان شیکاګو ته ورساوه. په عین زمان کي،  په پاکستان کي د ناټو د اکمالاتي لاري د خلاصولو خبري هم پیل سوې.  زرداري ښايي فکر کاوه چي له شیکاګو څخه به اسلام اباد ته ډک لاس ستون سي، خو د اوباما ساړه چال چلند زرداري څه نور بې عزته کړ.


په عین حال کي، د پاکستان  اقتصاد له ژورو خطرونو سره مخامخ دی.  د پاکستان په لویو ښارونو او ښارګوټو کي په ورځو او ساعتونو برق نه وي.  په صنعتي پارکونو کي فابریکې پرچو ولاړي دي.  بېکاري په سرعت زیاتېږي. انفلېشن جګېږي.  په کراچي، بلوچستان، او خېبر پښتونخوا کي قومي او فرقوي تشدد او  مرګ ژوبلي کرغېړنه څېره غوره کړې ده.  په بهر کي، پاکستان د ټروریزم او مذهبي افراطیت د خورولو مرکز حسابېږي.  او بالاخره،  امریکا ورځ په ورځ هند ته نږدې کېږي. په واشنګټن کي د هند زوروره لابي همدا عملیه لا تشویق او غښلتې کوي. البته، په سیمه کي اوسنی جیوپولیتک واقعیت دا دی چي پاکستان خپل پخوانی اهمیت له لاسه ور کړی دی، او له ستراتیژیکي بحران سره مخامخ دی.


بلخوا، ولي ایران شیکاګو ته نه وو بلل سوی؟ حال دا چي ایراني اخوندان د افغانستان په سیاست او حکومتي ورګانونو کي په کافي اندازه نفوذ لري. ایران په مدني ټولنو، میډيا، مکتبونو ،او مشهورو جهادي ډلو او اشخاصو کي په کلونو پانګونه کړې ده.  په اخبارونو، تیلویزنونو، راډیوګانو، ژورنالسیتي او سیاسي محفلونو کي د ایران پلویان محسوس حضور لري.  د ایران نقد رشوت تر ارګ پوري رسېږي.  په پارلمان کي وکیلان د امریکا سره د ستراتیژیک موافقې پر ضد د ایران په پیسو لمسول کېدل.  که څه هم سترایتژیکي موافقې ته د استازو مثبته رایه د ایران لپاره یو شاتګ دی، خو د بین المللي قواوو د کمېدو سره سم به د ایران اثررسوخ په افغانستان کي نور هم ډېر سي.


ایران په سوريه کي بنیادي سیاسي بدلون ویني. تهران غواړي چي د سوریې بایلات په افغانستان کي تلافي کړي. تهران پدې برخه کي د عراق تجربه هم لري. په کابل کي، افغان چارواکو باندي د ایراني دپلوماتانو پټکې او یا هغوی ته د نشنلیزم لکچرونه ورکول په کابل کي د ایران د قدرت ښکاروندی دی.  په بل عبارت،  تهران واشنګټن ته په افغانستان کي د سردرد جوړولاي سي. د هغه وخت راهیسي چي د امریکا فشار پر ایران باندي زیات سوی دی، په هغه اندازه د ایران مداخلې په افغانستان کي ډېر ي سوي دي.


بل پلو، د افغانستان په باب  پخوا هم زیات بین المللي کانفرانسونه دایر سوي دي، خو د افغانستان مشکل په کانفرانسونو  نه حلېږي.  هېواد په ښه حکومت او ښه مدیریت باندي جوړېږي. په تېره لسیزه کي، اول بن، لندن، لزبون، استامبول، پېریس، توکیو، برلین او داسي نور کانفراسونه پرله پسې وسول، وعدې وسوې، هیلي  راوپارول سوې، خو  په عمل کي څه و نه سوه. په فارسي کي یوه مقوله ده:  «هر چه از حد بګذرد، رسوا شود.»  د شیکاګو کانفرانس د افغانستان په ارتباط د بېشماره غونډو په لړ کي یو بل مجلس وو.


له بده مرغه، د کابل حکومت پخپله ګټه د بین المللي کانفرانسونو د راڅرخولو لازم قابلیتونه او ظرفیتونه نلري.  د ولس ستراتیژیکي ګټو د خوندي کول لپاره ضروري ليډرشیپ او مدیریت نه لري.  د کابل حکومت نه نوې طرح لري او نه يې هم پخوانۍ ژمني عملي کړي دي.  بس، په وخت او فرصت لوبي کوي، او په خارجي چاندو چرب ګوزران کوي.


 د کانفرانس بله کمزوري دا ده چي د حامد کرزي حکومت اوس مهال نه دننه نه بهر  وزن او اعتبار لري، بلکي په نړۍ کي بدنام او ناکام بلل کېږي.  مزمن او  پراخ اداري فساد او بې کفایتۍ يې د حکومت اډانې خوړلي دي.  خارجیان او افغانان ترې بېزاره دي.  د برطرفه سوي امریکايي جنرال، پیټر فولر ،په وینا: د کابل حکومت هم سوال کوي او هم يې خر لغتي وهي.


حامد کرزي سي ان ان ته د ادار ي فساد په باب وويل:  موږ ډېري پیسې نلرو چي د اعلان سویو ارقامو په اندازه اختلاس او فساد وکړو.  خارجي قواووي پیسې لري، هغوی قراردادونه ورکوي، او فساد هلته ډېر دی. البته، حامد کرزی نیم سم وايي چي په بهرنیانو کي هم فساد سته.  هغوی قراردادونه ورکوي.  مګر حامد کرزی نیم خلاف وايي ځکه پدې قراردادونو کي د کرزي صاحب او  نورو عالي رتبه مامورینو وروڼه، زامن، او خپلوان غوړه ونډه لري.  د کابل بانک په لوټ او تالان کي، د لویو ښارونو د مڅکو  په مافیا کي، په وارداتي انحصارونو کي، او  دتیلو او نورو ضروري اشیاو په واردولو کي د حامد کرزي او شریکانو وړوڼه، زامن، او خپلوان میلونران سول.


حقیقت دا دی چي تر څو افغان حکومت دننه اصلاح، غښتلی، او مسول نه سي، دا کانفرانسونه هسي خبري دي.  د وخت او منابعو ضایع کول دي، او د عامه خلګو غولول دي. ځکه تر څو په کور کي دننه اعتماد، وړتیا، او مشروعیت ترلاسه نه سي، د ټوکیو راتلونکي کانفرانس هم د افغان ولس درد نه سي دوا کولای.


والسلام