د سهيلي سيمو واليان د انتقال پروسې پر همږغۍ وږغېدل

عطاالله محمدي | جون 6th, 2012



کندهار افغانستان- سهيلي حوزې واليانو او پوځي قومندانانو نن په دې حوزه کي د انتقال پروسې پر همږغۍ او امنيتي پرمختګونو باندي خبري وکړې.
غونډه د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کي جوړه سوې وه چي پکښي د کوربه والي ترڅنګ د اروزګان او زابل ولايتونو واليانو، په سهېل کي د ايساف د ګډي قومندانۍ قومندان تورن جنرال جېزم هاګنز، د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد، د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان پاسوال سالم احساس، د دريم سرحدي زون قومندان پاسوال تفسير خان خوګياڼي او په ملکي چارو کي د امريکا استازي برخه لرل.
د يادو دريو ولايتونو واليانو او امنيتي قومندانانو په دې ولايتونو کي د انتقال پروسې د سمون، د امنيتي حالت د قوي کېدو، د حکومتدارۍ پياوړتيا او پرمختيايي چارو د ښه کېدا په مورد خبري وکړې.
درې سره واليانو او پوځي قومندانانو وروسته يوې ګډي غونډي ته خبري وکړې او د نن خپل نني مجلس په ارتباط يې د هغوى سوالونو ته ځوابونه وويل.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي د زابل او روزګان ولايتونو له واليانو سره يې د امنيتي حالت پر پياوړتيا او ددې ولايتونو ترمنځ د هماهنګۍ پر زياتوالي خبري کړي دي.
د نوموړي په خبره چي دوى پلان لري څو په راتلونکي کي د ټولو دريو ولايتونو په هغو ساحو کي چي لا تراوسه هم نور ولايت ته خطرات متوجه کوي عمليات وکړي او ورسره په څنګ کي حکومتداري هم پياوړې کړي.
د هغه په وينا چي پر بنسټيزو او اساسي پروژو باندي نور تمرکز او څارنه يې د اولويتونو څخه دي او هڅه به وکړي چي د پروژو شکل له لنډ مهالي هغو څخه اوږدمهالو ته واړوي.
د زابل والي محمد اشرف ناصري يادي خبري غونډي ته وويل چي ددې دريو ولايتونو امنيت او حالات له يو بل سره مستقيم تړاو لري او که چيري له دې دريو ولايتونو څخه په ويه کي هم امنيتي حالت سم نه وي پر نورو به يې هم منفي تاثيرات ولوېږي.
نوموړي زياته کړه چي دلته يې له والي صاحبانو او قومندانانو سره پر يو لړ پرېکنده او مؤثرو اقداماتو خبري کړي او هيله من دى چي ښې نتيجې به ورکړي.
د يادوني وړده چي له دې وړاندي هم دغه ډول لومړۍ غونډه جوړه سوې وه او هلته هم د سهيلي حوزې په کچه د واليانو ترمنځ پر امنيت، حکومتداري او پرمختګ باندي خبري سوي وې.

Copyright Larawbar 2007-2024