کور / سياسي / دانګلستان دزبرځواکی خوځښت

دانګلستان دزبرځواکی خوځښت

دانګلستان هیواد چي دڅلورو ایالتونو انګلند  سکاتلند  ویلز او شمالی ایرلند څخه جوړ  او په خپل وخت کی یو  زبر ځواک شمیرل کیده دامپرا طوری دپراخوالی په برخه کی یی ویل چه زموږ پرځمکه لمرنه پریو زی ځکه دنړی په ګوټ ګوټ کی مستعمری درلودی چه امریکه یی هم د مستعمرو له جملی څخه وه .


دایرلند ازادی غو ښتونکو سره ستونزی لری تردی چه دلیبیا شهید مشر معمرالقذافی دا منلی وه چه دایرلند  له ازادی غوشتونکو سره یی مرستی کولی .


دبریتانیا د کابینی یوه وزیر( سرګاس او ډانل ) په خپله یوه لیکنه کی چه ډیلی ټیلګراف خپره کړی ویلی چه بریتانیا د تجزیی له ګواښ سره مخ ده نوموړی لیکلی چه په څو راتلونکو کلونو کی به دبریتا نیا لپاره ډیره ګرانه وی چه دسکاتلند دخپلو اکی غوښتنی په و ړاندی خپل یو ا لی وساتی اوخپل څلو ر و ا ړ ه ایالتونه  انګلند  سکاتلند  ویلز او شمالی ایرلند له بیلتو نه وژغوری .


نن و رځ دبریتانیا حکومت دسختی ننګو نی سره په کو رد ننه مخ دی چه هغه دسکا تلند استقلال دی  الکس ساموند دسکاتلند سیمه ایز لمړی  وزیر او دسکاتلند دملی حزب مشر تیر کال مخکی لد ی چه  سیمه ایز پارلمانی انتخبات و  ګټی ویلی وه که دنوموړی ګوند دسکاتلند دپارلمان غوڅ اکثریت تر لاسه کړی یو رفرنډ م د سکاتلند داستقلال لپاره به په لاره واچوی .


دسکاتلندملی حزب غوره ګڼی چه رفرنډم په (۲۰۱۴) کال کی ترسره شی اما دبریتا نیامرکزی حکومت دسکاتلندداستقلال سره سخت مخالف او غواړی چه رفرنډم په موجوده حالت اویااستقلال سره سرته ورسیږی .


ډیوید کامرون دبریتانیا صدراعظم په خپل سفرکی دسکاتلند خلکوته په وینا کی ویلی وه چه بریتانیا دمو جوده حالت تغیر مخا لفه دی او خلکو ته یی دبریتانیا دیوالی لپاره لا رښونه کړی وه او هم یی ویلی وه چه دسکاتلنداستقلال سکاتلند هم کمزوری او زیا نمن کولای شی او هم بریتانیا که چیری دسکاتلند وګړی داستقلال په مخالفت رایه ورکړی مرکزی حکومت به دسکاتلنددسیمه ایز حکومت دواکونو د زیاتیدو په هکله دامکان په صورت کی له سره کتنه وکړی .


دبریتا نیی مرکزی حکومت پدی ویره کی دی که په مالیا تی نظام کی کنترول دلاسه ورکړی او د سکا تلنددسیمه ایز حکومت اختیارات زیات شی چه دابه عا دلا نه رقیب مالیاتی نظام دمرکزی دولت ترما لیا تی نظامه وی  چه کیدای شی  زیاتره  شرکتونه دسکاتلند په لور وخوځیږی تر څو له منا سبو شرایطو او بهتره مالیا تی نظا م او نورو اقتصادی امتیازونو څخه ګټه پورته کړی لکه (په جرمنی کی دبایر مونشن په ایالت کی د سیمه ایز حکومت له لوری دشه مالیا تی نظام او نو رو اقتصا دی امتیازو نوله پلوه ډیرو شرکتونو هغه لورته مخه وکړه   او همدا رنګه په بایر مونشن ایالت کی تعلیمی نظام د المان تر نورو ایالتونو بهتره دی ) چه ددی په نتیجه کی به سکاتلند کی اقتصاد وده وکړی او بیکاری به هم کمه شی په مقابل کی به اقتصادی  ستونزی او بیکاری د بریتا نیا په نورو سیمو کی زیاتی شی .


د سکاتلند دوګړو شمیر نسبت د بریتا نیا ټو ل نفوس ته کم مګر دځمکی لاندی ذخایرو له امله چه ګاز او تیل  د شمال بحیری کی لری  بډایه دی  دسکا تلند سیمه ایز حکومت پدی باوردی چه د تعلیم او روغتیا وړیا پروګرامونه  دصنعتی او  تجارتی سیالی لپاره لاره هوارول  او دشمال بحیری ګاز او تیلو ته لاس رسی ( چه په موجود ه حالت کی دمرکزی حکومت خزانی کی جمع کیږی ) بر یالی وی که ولس د رفرنډم موافق رایی و رکړی نورله ( ۳۰۷ )کا له دبر یتا نیا سره دیو ا لی څخه و ر و سته به یو ځل بیا د سکاتلند  هیواد جوړ کړی .


د ډ یوید کیمرون دحکومت په رامنځ ته کید لو سره  دبریتانیا اقتصاد چندان پیاوړی نه تر سترګو کیده له یوه لوری او دبل لوری دشرقی اروپا او ځینی نورو هیوادو څخه کار ګر بریتا نیا ته راغلی چه غیر قا نونی کارونو له مالی ورکولو څخه تیښته په غیر قانونی توګه استوګنه او  امنیتی ستونزو سره لاس او ګریوان دی دبل لوری کله چه بریتا نیا او امریکا د افغانستا ن اشغال په فکر کی شونور یو شمیر افغانانو ته یی هم چه اکثره په غیرقانونی توګه بریتانیی ته راداخل شوی وه داستوګنی اجازه ورکړه البته دافغانستان له اشغال څخه مخکی په ډیره کمه شمیره افغانان چه دتحصیل او یاهم دتجارت لپاره بریتانی ته راغلی وه استوګنه درلوده مګر پدی وروستیوڅو کلونو کی په ډیرشمیره افغانان په ځانګړی توګه پښتانه دافغان سفارت په مرسته بیرته افغانستان ته واستول .


پدی ورځو کی دبریتانیا دپارلمان یوه وکیل له خپله حکومته غوښتی چه سمدلاسه له افغانستان څخه ځواکونه راوباسی دنوموړی په وینا افغانستان کی دځواکونو پاتی کیدل افغا نانو ته هیڅ ګټه نلری .


اوس به دلته دبریتانیا څو بهرنیو ستونزو ته لنډه کتنه وکړو .


له دوهمی نړیو ا لی جګړی راورو سته تر ا و سه امریکی او بریتانی په ګډه څه دپاسه (۹۰) هیوادونو باندی پو ځی یرغلو نه کړیدی چه پدغو جګړو کی په زرګونه ښارونه  کلی  کورونه  زراعتی بنسټونه  مواصلاتی کرښی  ښونځی  روغتونونه   بریښنایی مرکزونه پلونه ویجاړ کړی او په میلیونونو انسانان پکی وژلی دی .


امریکی او بریتا نیی د(۲۱) پیړی نوی استعماری سیستم افغانستان  عراق  لیبیا  او سوریه کی په لاره اچولی دی چه کورنی جګړوته یی لاره هواره کړی چه ترڅو خپلو مخو ته ورسیږی که دلیبیاعام  وژنو ته وګورو نور معمر القذافی که (۱۰۰) کاله نور هم ژوندی وای دومره خلک یی نشو وژلی دلیبیا خلک نن پوهیږی چه یو شمیر کسانو دپردیو دګټو په خاطرخپل هیواد ویجاړکړ مګر دجګړی ډګر نن هم تود دی او څه پلاس نه ورځی لکه چه دلیبیا دانتقالی شورا اجراییه ریس محمود جبرییل له سی ان ان سره په مرکه کی ویلی چه قذا فی انقلابیانو نه واژه ځکه چه هغه سره ډیر اسرار وه ترڅو هغه ورڅځه ترلاسه کړی مګرځینی کسان ویریدل چه دغه اړیکی رسوا نشی کیدای شی چه قذافی د دولتونو  ولسمشرانو او یا هم دسیاسی مشرانو په اشاره وژل شوی وی .


دبریتانیا لپاره بهرنی ستونزه دافغانستان اوږده له مالی پلوه ملا ماتونکی چه دکامیابی نښانی نه پکی تر سترګو کیږی جګړه دی چه پدی ورستیو کی دبریتا نیا صدراعظم امریکی ته په سفر کی له او باما سره د لیدو  په خاطرچه دبریتا نیی وګړی دافغانستان جګړی پای ته رسول غواړی چه مخکی له (۲۰۱۴) کال یعنی (۲۰۱۳) کال کی دامنیت سپارل افغا ن ځواکونو ته  او دبل لوری دهغی سروی له مخی چه په بریتانیا کی د (کوم ریس ) اداری له لو ری تر سره شویدی   (۷۳ ٪ )برتا نوی و ګړی پدی انددی چه دا فغانستان جګړه دګټلو نده ( ۵۳  ٪) بیا پدی نظر دی چه بر تانوی ځواکونه دی سمد لاسه له افغانستان څخه را وایستل شی .


له عراق څخه خپریدونکی ( الدستور )ورځپاڼی لیکلی چه دعراق اشغال په لمړیو ورځو کی دامریکی  بلک واټر کمپنی (۳۹) الوتکی چه (۲۵) یی میګ جنګی الوتکی او (۱۵)یی پو ځی چورلکی وی غلاکړی چه دا الوتکی دعراق پوځ هیڅ نه وی کارولی دا مسله دعراق پارلمان دامنیت او دفاع کمیسیون غړی حاکم الزامی ددی تاریخی غلا پخلی کړی اوویلی دی چه ځینی فاسدچارواکی غواړی دادوسیه له   منځه یوسی ځکه چه دوی هم له امریکایی او هغو هیوادونو سره چه الوتکی پری پلورل شوی اړیکی لری  مګر داخستونکو هیوادو  نومونه یی ندی په ډاګه کړی .


  بریتانی کله چه په(۱۹۶۱)کی داروپا اتحادیی ته دغړیتوب عوښتن لیک وړاندی کړچه دژنرال دوګول او دفرانسی دحکومت له سخت مخالفت سره مخا مخ شو چه ژنرال دوګول دبریتانیی په هکله ویل چه بریتانیا دامریکی(تراول ) اس په اروپا کی دی چه تر او سه پوری دژنرال دوګول نظر دبریتانیی په هکله پر ځای دی . په اصل کی له دوهمی نړیوالی جګړی څخه را پدی خوا دبریتانی  سیاسی  اقتصادی  او  نظامی قدرت داروپا او امریکا په منځ کی ویشل شویدی چه دا مسله په (۲۰۰۳) کال کی ښه روښانه شوه کله چه بریتانیی داروپا داتحادیی په خلاف له امریکی سره په ګډه پر عراق برید وکړا و د نړی د اکثره هیوادونو او ملل متحد دغو ښتنو خلاف یی اشغال کړ همدارنګه بریتانیی تر اوسه پوری د شنګن (دسر حدونو پرانستل داروپایی هیوادو تر منځ ) تر او سه پوری ندی لاسلیک کړی  او دارو پا ګډ پولی واحدکی هم ګډون نلری .


داروپا یی اتحا دیی ځینی غړو هیوادونو غوښتل چه د اروپا  د اتحادیی په قوانینو کی یو څه بدلون رامنځ ته کړی مګر دبریتانیی صدراعظم ډیوید کمرون دځینی ملحو ظاتو له امله ویتو کړچه داروپا اتحادیی لپاره خوشا ینده نه بلکه ددی اتحادیی غصه یی را وپاروله چه پدی سره دبریتایی صد راعظم ډیوید کامرون د خپل حکومت ایتلافی ګوند هم حیران کړ .


په تیر مارچ میاشت کی دبلجیم پلازمینه بروکسل کی دیورو زون (۱۷) هیوادو نو دبریتانی او چک جمهوریت په غیاب یو تړون کی لاس لیک کړ چه دا تړون به دارو پایی هیوادونو پارلمانونو ته وسپارل شی ترڅو د(۱۷) یورو زون هیوادو له جملی څخه ( ۱۲ ) هیوادونه دتاییدمهر پری ولګوی یا هر هغه هیوادچه ددی تړون له منلو څخه ډه ډه وکړی هغه هیوادبه دارو پاله اقتصادی پورونوڅخه محروم وی.


داسی تر سترګو کیږی چه بریتا نیا اوس په ارو پا کی د ګوښه کیدو په حال کی دی او دارو پا مشر تیا دپیاوړی اقتصاد لرونکوهیوادو فرانسی او جرمنی پلاس کی دی چه یاد شوی هیوادونه ارو پا کی د امریکی دنفوس ډیر پلوی ندی او دروسی سره یی اړیکی تر بل هر وخت نږدی تر سترګو کیږی (دفرانسی اړیکی دنوی ټاکل شوی ولسمشرتر اوسه څرګندی ندی ګر چه دروسی د ولسمشر سفر فرانسی ته دسوریی په هکله خبری کنفرانس کی ددواړو ولسمشرانو تر منځ اختلاف نظرتر سترګو کیده ) چه ارو پایی هیوادونه تجارتی معاملو او دانر ژی ضرورت له  روسیی سره نور هم نږدی کړی چه په وروستیو کلونو کی روسی له فرانسی څخه څو جنګی بیړی را ونیولی چه د بریتانیی او امریکی د خوشحالتیا سبب ونه ګرځید .


فرانسه دجنوبی امریکی په شمال غرب دبنی لوکس(هالند بلجیم او لوکسمبورګ ) هیوادو په اندازه د (کورو) په نوم سره فضایی اډه چه برازیل سره هم سرحده دی دلاتینی امریکی اوسیدونکی او برازیل فرانسه خپل  دوست  مګر امریکه او بریتا نیه د لاتینی امریکی جیو پولیتیک دښمنان  ګڼی .


په لاتینی امریکی کی خوځښت د امریکی بریتانیی او کاناډا په وړاندی مخ په ډیریدو دی کوم چه امریکی ځان دنوموړی سیمی اختیار دار ګاڼه لس کاله دمخه چا فکر هم نشو کولای چه دلاتینی امریکی او کارابین سیمی هیوادونه بغیر دامریکی خپل منځی مستقل اتحاد جوړ کړی مګر دادی هغه وخت راورسیده  امکریکی خپل ژور نفوس په سیمه کی دلاسه ورکړ په  وړاندی یی د( کلاک ) په نوم سره د(۳۳) امریکایی لاتین هیوادونو  دهمکاری او یوالی په نوم سره بغیر دامریکی بریتانی او کانادا جوړ کړچه یو علت یی هم دامریکی ولسمشرانو سیمی ته شا ( بیل کلنټن خپله مخه ختیځی اروپا ته او بوش اسیا کی جګړی شروع کړی او او باما هم تر نن پوری اسیای هیوادو کی لکه د زرڼو په ډنډ کی نښتی دی دخلا صون لاره نشی پیدا کولی اوامریکایی ځوانان دڅو شتمنو دګټو لپاره وژنی ) کړی وه .


دبریتا نیا زړه ستونزه د فا لکلا ندټاپوګا نو پرسر دپرنس ویلیم سفر دمدرنو پوځی وسایلو سره سیمی ته ګرمه شو ی چه بریتا نیا یی له له یو ی پیړی څخه زیا ت وخت خپله مستعمره ګڼی او دنو مو  ړ و  ټا پوګانو  پر سر دارجنتاین سره په( ۱۹۸۲) کال شپږ اونی جګړه کی دواړو لورو دبریا دعوا در لوده مګر دسیمی کنترول بریتا نیا پلاس کی واخیست چه  ( ۶۴۹ )  دارجنتاین( ۲۵۵ ) د بریتانی پوځیان  د( ۳)  ملکی وګړو په ګډون وژل شوی وه چه پدی وختو کی بیادترینګلتیا په لورروان دی چه دارجنتاین ولسمشری (کریستینه کرشنیر) نوموړی ټاپو ګان چه دمالویناس په نوم سره هم یادیږی دملکیت دعوالری ویلی چه پدی خاطر به ملل متحدته شکایت وکړی چه دسیمی زیاتره هیوادونه هم دارجنتاین څخه ملاتړ کوی د بریتانیی لپاره کیدای شی سرخوګی وګرځی .


دبریتانیی ملکی دوهمی الیزابتی دجون د میاشتی په ( ۳) دخپل تاج پرسر کولو (۶۰) کلیزی دلما نځلو په خاطر دنړی يوشمیر پادشاهان اوملکی  مراسموته رابللی وه چه دهسپانیی ملکی په مراسمو کی له ګډون څخه ډه ډه اوبلنه یی ونه منله ځکه چه هسپانیی دجیل الطارق ابنا ته دبریتانی شاهزاده     ( ادوارد )پر سفر اعتراض کړی ځکه چه نوموړی سیمه دخپلی خاوری یوه برخه ګڼی مګر بریتانیه دا سیمه د( ۱۷۱۳ )م څخه خپله ولکه کی لری چه (۷)کیلومتره مربع پراخوالی د (۳۰) زره شاوخوا نفوس لری دجبل الطارق  ابنا د(۸) میلادی پیړی په لمړیوکی د طارق ابن زیاد تر مشری لاند ی مساما نا نو ونیوله چه لدی امله دجبل الطارق ( دطارق غره) په نوم سره یادیږی .


بریتانیی که یوځل بیا دامریکی تر مشری لاندی  پر افغانستان یرغل کړی لکه چه وایی تاریخ تکرا ریږی چه دادی داځل هم له شکسته وروسته دتیښتی لیاری لټوی دبریتانیی زبر ځواکی ننی حالت ته که


په ځیر سره وګورو له اقتصادی او سیاسی پلوه حالت یی چندان پیاوړی نه ترسترګو کیږی څو لانجمن ټاپو ګان ورته پاته دی دبل لوری کورنی ستونزی یی هم په ډیریدو دی اروپا کی هم نور اغیز لرونکی رول نلری بلکه دګوښه کیدو حالت کی تر سترګو کیږی او روسیه هم ورته ددوست په سترګه نه ګوری ( وروسته له هغه چه دکی جی بی یو ایجنت چه بریتانیی کی پناهنده شوی وه ووژل شو پدی بهانه اړیکی یی نوری هم خرابی  شوی ) چه ددی بی خوندی له امله به یی کاناډااو استرالیا هم نورزیات په کنترول کی پا ته نشی او راتلونکی یی ځلانده نه بلکه خړه پړه ترسترګو کیږی .


. دسر لوړی یو موټی او ودا ن افغانستان په هیله


په درنښت