کندهار: ځانمرګي بريد ٢٥ کسان مړه ٤٧ زخميان کړل

د لراوبر اداره | جون 6th, 2012


نن سهار ۱۱ بجې د کندهار هوايي ډګر ته څرمه د ناټو د اکمالاتي موټرانو تم ځای ته نژدې يو ځانمرګی بريد وسو، چي په نتيجه کي يې د کندهار ولايت مقام د وياند جاويد فيصل په وينا شاوخوا ٢٥ کسان وژل سوي او ٤٧ تنه زخميان سول.
جاويد فيصل وايي مړه او ټپيان اکثريت ملکي وګړي دي.


د کندهار ولايت مقام څخه په خپره سوې اعلاميه کي راغلي، چي د پيښي په قربانيانو کي د ملي اردو يا پوليسو سرتيرو ته زيان نه دئ اوښتی، خو وروسته د کندهار د پوليسو چارواکو د اتو پوليسو مړينه هم تائېد کړه .


يوه عيني شاهد لراوبر ته چي چاودنه د يوه هوټل مخي ته رامنځته سوه، چيري چي د ناټو اکمالاتي موټران هوايي ډګر ته ته د ننوتلو انتظار کوي، د دې کس په وينا لومړی يوه کوچنۍ چاودنه وسوه، کله چي خلک راټول سول دوهمه چاودنه وسوه، چي د لومړۍ چاودني د قربانيانو سره مرسته کوونکي کسانو ته يې هم مرګ ژوبله واړوله .


طالبانو د دواړو چاودنو مسئوليت پرغاړه اخيستى دئ او د تل په څېر د ګڼو بهرنيو او کورنيو عسکرو د مړيني ادعا کوي او د ملکي کسانو له مرګ ژوبلي ځان ناګومانه اچوي .

Copyright Larawbar 2007-2024