کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٤م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٤م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٤ سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣٠١:- کله چي تاسو ته د ناروا امر وسي نو تاسو ئې فرمانبرداري او پيروي مه کوئ.
٣٠٢:- کم قدمونه چي د الله پاک په لار کي د جهاد په دوړو سپېره سي ، الله پاک جل جلاله به هغه د جهنم له اور څخه وساتي.
٣٠٣:- دعا د عبادت مغز دئ.
٣٠٤:- مؤمن لعنت ويونکى نه وي.
٣٠٥:- الله پاک جل جلاله د هري ناروغۍ له پاره درمل هم پيدا کړي دي.
٣٠٦:- پهلوان او بهادر هغه نه دئ چي پر بل چا حمله وکړي بلکي په حقيقت کي پهلوان هغه دئ چي د غصې او عضب په وخت کي ځان کابو کړي.
٣٠٧:- کمه ښځه چي په داسي حالت کي ومري چي خپل خاوند ځني خوشحاله او راضي وي هغه جنتي ده.
٣٠٨:- هغه څوک به جنت ته داخل نه سي چي همسايه ته تاوان رسوي.
٣٠٩:- شراب دوا نه ده بلکي هغه په خپله يوه ناوړه ناروغي ده.
٣١٠:- مؤمن مسلمان بايد بد اخلاقه او بخيل نه وي.
نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هِوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هِواد کي وي