درې بهرني پوځیان او ترجمان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 20th, 2012


ناټو په خپله تازه اعلامیه کی خبر ورکوی چی وسلوالو نن د هیواد په ختیځ کی د یوې حملې په ترڅ کی درې خارجی عسکر ووژل ، خو نور تفصیل یې ورنکړ .
لاکن نړیوال آژانسونه راپور ورکوی چی دا چاودنه په خوست ولایت کی وسوه چی له امله یې ګڼو خارجی او داخلی عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په کابل کی د امریکا د سفارت ویاند ( ګېو وین سنډوال ) وویل چی د دغو درو بهرنیو پوځیانو سره د هغوی یو ترجمان هم وژل سوی دی . نو ښایی درې واړه خارجی عسکر امریکایان وی .

Copyright Larawbar 2007-2024