درې نور خارجی عسکر هم له منځه لاړل

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 24th, 2012


ناټو په خپله تازه اعلامیه کی راپور ورکړ چی نن د کندهار د هوایی اډې سره د ناټو لپاره یو اکمالاتی موټر د بهرنیو پوځیانو د موټر سره سخت ټکر وکړ چی له امله یې دوه بهرني پوځیان ووژل سول .
محلی چارواکی وایی چی دوه ډریوران هم وژل سوي دي .
بلخوا ، ناټو په خپله دوهمه اعلامیه کی خبر ورکړ چی نن د افغانستان په لویدیځ کی یو بهرنی عسکر د غیر جنګی فعالیتونو له امله مړ سو ، خو نور تفصیل یې ورنکړ .
په دې سره د جون په ۲۴ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۳۳ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024