کندهار : ترافيکي پېښي مرګ ژوبله اړولې

عطاالله محمدي | جون 25th, 2012


د کندهار ولايت د والي وياند رسنيو ته ويلي چي تېره ورځ د کندهار او بولدک پر لويه لار د بهرنيانو د يوه ټانګ سره د تېلو يو ټانکر موټر ټکر سو چي په پايله کي ئې د نوموړي په وينا چي دوه کسان چي يو د ټانکر موټر چلوونکى دئ او بل ئې اولسي وګړى دئ وژل سوي.
نوموړى وايي چي پېښه تېره ورځ سهار ٠٣:٣٠ بجې رامنځ ته سوې .
ويل کېږي چي په دې ترافيکي پېښه کي دوه بهرنيان هم وژل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي پر دې لاره خورا ډېري ترافيکي پېښي رامنځ ته کېږي چي ډېرى قربانيان ئې اولسي وګړي وي او تر دې څه موده وړاندي هم يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوه چي د يوې کورنۍ څلور غړي پکښي ووژل سول.
د کارپوهانو په وينا چي ترافيکي پېښي تر افغان جګړې را وروسته دوهم نمبر پېښي دي چي قربانيان ئې اولسي وګړي دي .
په دې اړه مو په ٤٠٤ نمبر ميوند زون کي د ترافيکو د عمومي مديريت د اکمال د آمر څخه پوښتنه کړې؟
نوموړى وايي چي دا او دې ته ورته پېښي ټولي د چلوونکو د نامسليکتوب او همدا ډول د موټرانو په تېري سره د چلاو له امله رامنځ ته کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024